د پروان د پوهنې رییس وايي چې د دغه ولایت د شیخعلي ولسوالۍ په پاواز کلي کې د خلکو له لوري د پنځه میلیون افغانیو په لګښت یوه منځني ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه.
د چاریکار ښاروالۍ د دغه ښار د مرکزي څلورلارې د قیراچونې چارو له پیل څخه خبر ورکوي، وايي چې پر دغه پروژه څه باندې ۴۵ میلیون افغانۍ لګښت راځي.
د کاپیسا سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت د الهسای ولسوالۍ په «درهکوتي» سیمه کې پرون مازدیګر د یوه موټر چپه کېدو له امله پنځه کسان مړه شوي او درې نور ټپیان دي.
د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت وايي، پروان کې د اوبو رسولو د یوې شبکې جوړولو چارې پیل شوې او زابل کې یو استنادي دېوال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د پروان په جبلالسراج ولسوالۍ کې د یوه موټر چپه کېدو پېښه کې ۱۹ کسان ټپیان شوي او یو بل کس د دغه ولایت په مرکز کې تراکتور وهلی او مړ شوی دی.
د پروان امنیه قومانداني وایي چې په دغه ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله شپږو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د ټولګټو وزارت ـ له دې امله چې د سالنګونو د اصلي لارې د بیارغونې چارې روانې دي – په شمالي او جنوبي سالنګونو کې بدیلې فرعي لارې پرانیستلې او پر دغو لارو د تګ راتګ مهالوېش یې اعلان کړ.
د پروان امنیه قومانداني وایي، د چاریکار ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د زړو اوسپنو یوه سرای کې چاودنه شوې چې له امله یې دوه کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.
د پروان د بدني روزنې او ورزش امریت مسوولینو د دغه ولایت له مرکز او ولسوالیو د ۱۱ ټيمونو په ګډون د غوره لیګ سیالیو له پیلېدو خبر ورکړی دی.
د کاپیسا په تګاب ولسوالۍ کې د یونیسف د څه باندې ۱۴ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو دوو شبکو چارې پیل شوې چې د شپږو میاشتو په موده کې به بشپړې شي.
پروان کې دوه کسان له یو غلا شوي موټر، یو کس د موټرو په پېر او پلور کې د جعلکارۍ او د یوې ښځې په ګډون څلور نور کسان له یوه کوره د سرو زرو او نغدو پیسو د غلا په تور نیول شوي دي.
محمودراقي، غزني (پژواک، ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۳): ځايي مسوولین وايي چې په غزني او کاپیسا ولایتونو کې د څلورو ترافیکي پېښو له امله څلور کسان مړه