چاریکار (پژواک، ۲۰ زمری ۱۴۰۲): د پروان ولایت امنیه قومانداني وایي چې په سیاګرد ولسوالۍ کې یوې مېرمنې ځان وژنه کړې ده.
ددغه ولایت دامنیه قوماندانۍ لخوا د زمري په ۲۰مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، دغه مزرمنه روزګل نومېده او ګل رسول لور وه، د یادې ولسوالۍ د ملي خېلو درې اوسیدونکې وه، خپل ځان د دار په وسیله وژلې ده.
سرچینې زیاته کړې چې د نوموړې جسد د امنیتي مسوولینو له لوري د څیړنو په موخه عدلي طب ته انتقال شوی او خاوند یې د پلټنو لپاره نیول شوی.
امنیه قوماندانۍ ویلي، د پیښې لامل تر دې مهاله نه دی څرګند او د پیښې په تړاو د اړوند ارګان له لوري څیړنې روانې دي.
د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې په هېواد کې د ځانوژنې پېښې زیاتې شوې دي.
د پژواک د راپورونو له مخې، په هېواد کې د تېرو ۱۲ میاشتو په اوږدو کې ۱۰۹ کسانو ځانونه وژلي چې د نږدې نیمو وژنو لامل کورنی تاوتریخوالی او رواني ستونزې او د شپږو پېښو نور دلایل ښودل شوي، خو د ۵۰ کسانو د ځانوژنې لاملونه نه دي په ګوته شوي.
دغه راز د پژواک خبري اژانس موندنې ښیي، د ځانوژنې یادې پېښې د هېواد له ۳۴ ولایتونو په ۲۴ کې شوې چې ۲۵ سلنه یې په فاریاب کې دي او ۷۲ سلنه یادو کسانو تر ۳۵ کلونو عمرونه درلودل.
دا په داسې حال کې ده چې ځانوژنه ستره ګناه ده؛ دیني علماء او ارواپوهان وایي، حکومت، رسنۍ، علماء او ارواپوهان مسوولیت لري چې په دې اړه خلکو ته اړین پوهاوی ورکړي، څو د ځانوژنو مخه ونیول شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










