د کاپیسا د تګاب ولسوالۍ په میاخېل سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ پنځلس کلنه دښمني چې په ترڅ کې یې دوه کسان هم وژل شوي وو، د دیني عالمانو او قومي مشرانو په منځګړیتوب پای ته ورسېده.
د بغلان امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په کرکر سیمه کې د ډبرو سکرو یو کان نړېدلی چې له امله یې ۶ کسان مړه او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.
د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ځمکې ملکیت پر سر د دوو کورنیو ترمنځ په وسلهواله نښته کې پنځه کسان وژل شوي او د یوې ښځې او څو ځايي اوسېدونکو په ګډون ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
په ۴۲مه داوطلبۍ کې د پنجشېر ولایت له کانونو استخراج شوي ۲۲۳۵ قیراطه زمرد د ۱۷۷ زره او ۳۵۰ امریکايي ډالرو په ارزښت وپلورل شول.
سیمهییز مسوولین وایي چې پروان او پنجشېر ولایتونو کې د دوو ترافیکي پېښو له امله څلور کسان مړه او نهه نور ټپیان شوي دي.
د کاپیسا امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې یوه ځوان د مالي موضوع پر سر له خپل پلار سره تر لفظي شخړې وروسته ځانوژنه کړې ده.
د کاپیسا ولایت په مرکز کې د دوو کورنیو ترمنځ ۱۵ کلنه دښمني د ځايي مسوولینو، دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب پای ته ورسېده.
د کاپیسا امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت د صیاد سیند کې یو ماشوم او مور یې اوبو ډوب کړي او مړه شوي او د یوه بل کس جسد چې شپږ ورځې مخکې د سیند اوبو کې نادرک شوی و، هم موندل شوی دی.
د پنجشېر امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په خنج ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله د یوې کورنۍ دوه کسان ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپیان شوي دي.
پاراخ (پژواک، ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۴): درې سیلانیان، چې له کابل نه پنجشېر ته د تفریح لپاره تللي وو، د دغه ولایت د جنګلک په سیمه
د پروان ولایت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې د دغه ولایت په مرکز او شینواري ولسوالۍ کې د دوو جلا قضیو په تړاو پر یوه سړي او یوې ښځې د تعزیري سزا حکم تطبیق شو.
د کاپیسا امنیه قومانداني وايي چې پرون ماښام د دغه ولایت د کوهبند ولسوالۍ په منګلخېل درهنامه کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ د لفظي شخړې له امله د نښتې په پایله کې یو سړی وژل شوی او د څلورو ښځو او څلورو نارینهوو په ګډون اته نور کسان ټپیان شوي دي.