Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د پکتیا د کار او ټولنیزو چارو ریاست مسوولین وايي، د دغه ریاست د حروفوي زدهکړو له مرکز څخه ۲۲۰ ځوانان پنځو بېلابېلو حرفو کې له شپږ میاشتنیو زدهکړو وروسته فارغ شول.
د پکتيا امنیه قومانداني وایي، دغه ولایت کې د امنيت د ټینګښت په موخه د موټرسایکلسپرو پولیسو ۴۸ کسیزه قطعه جوړه شوې او ګزمې یې پیل کړې دي.
د پکتيا د اطلاعاتو او فرهنگ رياست لخوا نن د لسګونه حافظانو تر منځ د حسن قرائت سيالي ترسره شوه.
د پکتيا د کرنې ریاست مسوولين وايي، سږ کال په دغه ولايت کې شاوخوا ۳۵۰ ټنه شات توليد شوي، خو فارملرونکي بیا د کورني تولیداتو د بازار ښه کېدو لپاره پر وارداتي شاتو د بندیز غوښتنه کوي.
د پکتيا امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په مرکز ګردیز ښار کې یې ۴۵۲ کیلوګرامه چرس کشف او نیولي دي.
د پکتیا مرکز ګردېز کې د نشهيي توکو د روږدو ۳۰ بستریز روغتون کې تر درملنې لاندې یو شمېر روږدي وايي چې تر رغېدو وروسته دې ورته د حرفوي زدهکړو او کار زمینه برابره شي.
ځايي مسوولین وايي چې تېره شپه د پکتیا په مرکز ګردېز او د بغلان د خنجان ولسوالۍ اړوند شمالي سالنګ کې د ترافیکي پېښو له امله درې کسان مړه او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۹ نور ټپيان شوي دي.
د پکتیا امنیه قومانداني وایي، تېره شپه د دغه ولایت د صرافانو زاړه مارکېټ ته وسلهوال غله ننوتي، یو ساتونکی یې وژلی، بل یې ټپي کړی، خو د لوټل شویو پیسو کره معلومات نشته.
د پکتيا مرکز ګردېز ښاروالۍ مسوولین وايي چې په دغه ښار کې د ۱۵۰ زره امريکايي ډالرو په ارزښت د درېيو رغنيزو پروژو چارې پيل شوې.
د پکتیا سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په سیدکرم ولسوالۍ کې پر یو کور د تندر غورځېدو پېښه کې یو کس ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپیان دي.
د پکتيا د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رياست وايي چې د دغه ولایت په ځینو ولسواليو کې ۱۲ نوي مخابراتي سايټونه جوړیږي.
د پکتيا د عامې روغتيا رياست وايي چې د روان میلادي کال په تېرو دوو میاشتو کې په دغه ولایت کې د شري ناروغي د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۶۰ سلنه ډېره شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP