Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
بامیان کې ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت ټولې مواصلاتي لارې چې د واورې ورېدو او توپان له امله تړل شوې وې، وروسته له ۲۴ ساعتونو د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوې.
بامیان کې سیمهییز مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د ایران په مالي ملاتړ د «امام خمیني» په نوم د ۱۲۰ بستریز تخصصي روغتون جوړېدو چارې بشپړې شوې او په نږدې راتلونکي کې به پرانیستل شي.
سیمهییز مسوولین وايي چې په بامیان او دایکنډي کې د درنې وراورې ورېدو او سخت توپان له امله د دغو ولایتونو ځینې مواصلاتي لارې تړل شوې دي.
د بامیان یو شمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د ځمکې لاندې اوبو د پام وړ کمښت اندېښمن کړي او وايي چې وچکالي او د اوبو کمښت کرنې ته زیان اړولی او د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی یې ستونزمن کړی دی.
د بامیان ورزشي مسوولین وایي، د دغه ولایت د فوټسال غوره لیګ سیالۍ چې شاوخوا دوه اونۍ مخکې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ پیل شوې، نن د استقلال شیبر لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېده.
د بامیان یو شمېر اوسېدونکي د دغه ولایت په روغتیایي مرکزونو کې د امکاناتو له کمښته او د تخصصي برخو له نشتوالي شکایت کوي او د دې ستونزو د حل غوښتنه کوي، خو مسوولین بیا په راتلونکي کې د روغتیايي خدماتو ښه کېدو خبره کوي.
بامیان کې د ښځو په ګډون د دغه ولایت یو شمېر اوسېدونکو په یوې اعتراضي غونډه کې د جرمونو د نړۍوالې محکمې له لوري د ا.ا د مشر او د قاضيالقضات د نیول کېدو وړاندیز ناعادلانه او د سیاسي او حقوقي اصولو خلاف ګڼل دی.
د بامیان سیمهییز مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د واورې له امله تړل شوې مواصلاتي لارې بېرته د ترافیکو پر مخ خلاصې شوې او دغه راز د بامیان – غور پر لویه لار بند پاتې لسګونه مسافر هم وژغورل شول.
بامیان کې ځايي مسوولین وايي چې له څنګلورو ولایتونو او ولسوالیو سره د دغه ولایت ډېرې مواصلاتي لارې د ترافیکو پر مخ تړل شوې دي.
د بامیان ولایت اوسېدونکې امنې اکبري چې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو تړل کېدو له امله له تحصیله پاتې شوې، د خیاطۍ یوې کارګاه په جوړولو په دغه ولایت کې لسګونو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
د بامیان ځایي مسوولین وایي چې د روان کال په ترڅ کې دغه ولایت کې لږ تر لږه ۶۹ بېلابېل کانونه کشف شوي دي.
بامیان کې سیمهییز مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د څه باندې ۱۳۲ زره امریکايي ډالرو په لګښت د نجونو یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP