Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
کابل ښار کې د تېرو اوو ورځو په پرتله د هندي بورې، غوړو او سروزرو بیې لوړې شوې، خو د ډیزل تېلو او اوبلن ګازو بیې ټیټې شوې دي.
د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هېواد په اتو ولایتونو کې د نسبتاً سختو ورښتونو، تالندې، ناڅاپي سېلابونو راتلو د احتمال خبر ورکوي.
کابل ښار کې د تېرو اوو ورځو په پرتله د نفتي توکو او غوړو بیې ټیټې شوې خو د هندي بورې او سروزرو بیې لوړې شوې دي.
«په پلاستیکي لوښو کې د شیدو تومنه کول د سرطان لامل ګرځي او روغتیا ته زیان رسوي.»، دا هغه مطلب دی چې په ټولنیزو پاڼو کې لاس په لاس کېږي خو روغتیایي سرچینې په دې اړه بېلابېل نظرونه وړاندې کوي، وايي تر اوسه پر سرطان د اخته کېدو اصلي لاملونه نه دي ثابت شوي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، ۱۵ افغانان چې پاکستان کې د قانوني اسناد نه لرلو له امله بندیان شوي وو، خوشي او هېواد ته راستانه شول.
د تېرو اوو ورځو مخکې په پرتله نن کابل ښار کې د هندي بورې او پاکستانۍ وریجو بیې ټیټې شوې خو د نورو لومړنیو خوراکي توکو بیو بدلون نه دی کړی.
اړوندو ادارو د راتلونکو دوو ورځو لپاره د بارانونو او واورې ورېدو، سېلابونو راوتلو او د هېواد په ځينو سیندیزو حوزو کې د اوبو کچې ډېرېدو خبر ورکړی دی.
د افغانستان بانک وایي چې سبا ۱۶ میلیون امریکایي ډالر د داوطلبۍ له لارې لیلاموي.
د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د سالنګونو په ګډون د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې د واورې او باران له ورېدو، تېزو بادونو، تالندې او ناڅاپي سېلابونو له راتلو خبر ورکوي.
نن کابل ښار کې د تېرې شنبې په پرتله د هندي بورې، ډېزلو، اوبلن ګاز او سرو زرو بیې ټیټې شوې خو د پاکستاني وریجو بیه لوړه شوې ده.
ډاکټران وايي، د اسکاریس مخنیوي لپاره چې ماشومانو کې د چینجیو یو عام عفونت دی، د شخصي او چاپېریالي حفظالصحې مراعتولو ترڅنګ باید هرو شپږو میاشتو کې یو ځل ماشوم ته د چینجیو ضد درمل ورکړل شي.
کارپوهان ټینګار کوي چې باید وروسته له روژې هم د روزې فضایل لکه د تقوا رامنځته کول، غوره اخلاق او له اړمنو سره مرستې دوام ولري او عادي خوراک ته راستنېدل بايد په تدريجي او احتیاطي توګه ترسره شي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن