کابل (پژواک، ۱۰ غویی ۱۴۰۴): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې د پاکستان له زندانونو ۹۷ افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شول.
د کډوالو وزارت نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې یاد شمېر افغان کډوال د غويي په ۹مه نېټه له د یاد هېواد له زندانونو خوشې او هېواد ته راستانه شوي دي.
سرچینې د کندهار سپینبولدک د سرحدي امریت د هرکلي او ثبت کمېټې د معلوماتو پر بنسټ لیکلي: «یاد کسان د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو او له یوې تر دوو ورځو بندیان وو.»
د سرچینې په حواله، دغه کسان د ثبت او بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته لېږل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د روانې غويي میاشتې په ۸مه هم ۴۷ افغان کډوال د پاکستان له زندانونو ازاد او هېواد ته راستانه شوي وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP