Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل ښار کې نن د تېرو اوو ورځو په پرتله د سرو زرو بیې ټیټې شوې دي

کابل (پژواک، ۶ غویی ۱۴۰۴): نن کابل ښار کې د تېرې شاوخوا یوې اونۍ په نسبت د سرو زرو بیې ټیټې شوې خو د نورو لومړنیو توکو په بیو کې بدلون نه دی راغلی.

کابل ښار کې د یوې زرګرۍ مالک محمد‌فواد وویل چې نن د تېرو اوو ورځو مخکې په نسبت د یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سرو زرو بیه له ۶۲۵۰ څخه ۶۱۰۰ افغانیو ته او د یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سرو زرو بیه له ۵۱۰۰ څخه ۵۰۰۰ افغانیو ته ټیټې شوې دي. ‎

د سرو زرو د پلورونکو په خبره، په کابل ښار کې د سرو زرو د بیو بدلون، په نړۍوالو بازارونو کې د هغو د بیو له بدلون سره تړاو لري.

د خوارکي توکو بیې

کابل ښار کې د خوارکي توکو د سوداګرو اتحادیې رییس زمري صافي وویل چې نن د تېرو اوو ورځو په څېر د ۴۹ کیلوګرامه هندي بوره په ۲۵۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلو قزاقي اوړه په ۱۳۵۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۶۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیایي غوړي په ۱۷۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۰۰ او یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۳۵۰ افغانیو پلورل کېږي.

د ځينو توکو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږ خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.

د کابل ښار په دهن‌باغ سیمه کې د خوراکي توکو یوه پرچون پلورونکي حامد صوفي‌زاده وویل، نن په پرچون ډول ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۴۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۶۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۲۶۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۱۷۵۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د نفتي توکو بیې

د احمدیار تېلو ټانک یوه کارکوونکي وویل، نن د تېر شنبې په څېر د یوه لېتر پټرولو بیه ۶۱ افغانۍ او د یوه لېتر ډیزلو بیه ۵۸ افغانۍ ده.

سرچینه وايي، نن هم د تېرو اوو ورځو په څېر یو کیلو اوبلن ګاز په ۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د اسعارو بیې

د کابل ښار شهزاده سرای کې د یوې صرافۍ مالک محمدحسین پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د یوه امریکایي ډالر د پېر بیه ۷۱ اعشاریه ۲۰ افغانۍ ده او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۴۷ افغانیو تبادله کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د وري په ۳۰مه نېټه د یوه ډالر د پېر بیه ۷۱ اعشاریه ۵۰ افغانۍ وه او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۵۰ افغانیو تبادله کېدې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.