Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د ننګرهار ولایت اچین ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ ۱۰۰ کلنه دښمني پای ته ورسېده.
د ننګرهار ولایت په مرکز جلالاباد ښار کې یوه ځوان لومړی خپل مور او پلار وژلي او بیا یې ځانوژنه کړې ده.
د ننګرهار په مرکز جلالاباد ښار کې د ۱۵ میلیون افغانیو په لګښت د څه باندې یونیم کیلومتر سړک د کانکرېټولو چارې پیل شوې.
د ننګرهار امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت سرهرود ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپیان دي.
د ننګرهار ولايت ګوشتې ولسوالۍ کې د ځايي مسوولینو، قومي مشرانو او ديني عالمانو په منځګړیتوب د دوو کورنيو ترمنځ دښمني پای ته ورسېده.
ننګرهار پوهنتون کې د خپرندويو ټولنو په همکارۍ د کتابونو دوه ورځنی نندارتون جوړ شو.
د ننګرهار د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست مسوولین وايي چې له پاکستانه راستنېدونکو کډوالو ته یې په تورخم کې مخابراتي اسانتیاوې برابرې کړې دي او تر اوسه شاوخوا ۴۳ زره وړیا سیمکارټونه وېشل شوي.
د جلالاباد ښار د اوومې ناحیې اړوند سیمه کې د نږدې ۱۹ میلیون افغانیو په لګښت د یوه فرعي سړک د کانکرېټاچونې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د ننګرهار سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز جلالاباد ښار او بېلابېلو سیمو کې د تېرې شپې ورښتونو او سېلابونو راتلو له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او ۳۲ نور ټپیان شوي دي.
د نورستان امنیه قوماندانۍ وایي چې د نورستان – کونړ پر لویه لار یوه ترافیکي پېښه کې د دغه ولایت د ښاري محکمې د یوه قاضي په ګډون درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
په ننګرهار ولايت کې د پهلوانۍ فدراسيون له لوري د ۳۰۰ پهلوانانو ترمنځ د غېږنيونې سيالۍ پيل شوې.
د ننګرهار ولايت د کانال شرکت مسوولین وايي، د دې ادارې اړوند د زيتونو فابریکه کې تېر لمریز کال د زیتونو له دانو څخه ۱۳۵ زره او ۵۰۰ لیتره تېل تولید شوي او تازه يې د هغو د بستهبندۍ او بازار ته د وړاندې کولو لړۍ پيل کړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP