Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
ننګرهار کې سیمهییز مسوولین وايي، د دغه ولایت په تورخم ښارګوټي کې یې پاکستان ته د ۴۰ زره او ۴ سوه او ۷۵ امريکايي ډالرو د قاچاق مخه نیولې او په تړاو یې دوه کسان هم نیول شوي دي.
د نورستان په مرکز پارون کې د یوې کښتۍ ډوبېدو له امله یو کس مړ شوی دی.
د ننګرهار د عامې روغتيا ریاست وايي چې ترکي ډاکټرانو د دغه ولایت په شینوارو ولسوالۍ کې د ۳۱۰ کسانو د سترګو وړیا عملیات کړي دي.
سېمهییز چارواکي وایي، د ننګرهار ولایت ګوشتې ولسوالۍ کې د سیند اوبو ډېرېدو له امله ۴۰ کورونه تخریب شوي او سلګونه جریبه ځمکه کې یې ولاړ کښتونه له منځه وړي دي.
سېمهییز چارواکي وايي، د پاکستان له لوري د تورخم دروازه د غویي له ۲۷ مې تر ۲۹ د مسافرو او ناروغانو پر مخ تړل کېږي خو د ټرانزیټ پر مخ خلاصه وي.
په ننګرهار او غزني ولایتونو کې د بېلابېلو پېښو له امله څلور کسان مړه شوي او څلور نور ټپیان دي.
سېمهییز مسوولین وایي، د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د ۹۱۹ زره امریکایي ډالرو په لګښټ د پنځو کیلومتره په اوږدوالی یو کانال جوړ شو.
د ننګرهار امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په حصارک ولسوالۍ کې یو تن خپل نهه کلن ورور په تېروتنې سره د چرهیي ټوپک په ډز وژلی دی.
ننګرهار کې د يوه خيريه بنسټ له لوري د تلسيميا ناروغۍ د درملنې ۱۵ بستريز روغتون جوړ شو.
د ننګرهار په مومندرې ولسوالۍ کې د وروستیو ورښتونو له امله د یوې خونې چت لوېدو له امله یو ماشوم مړ شوی او یوه ښځه ټپي ده.
ننګرهار ولايت کې چارواکي وايي، د کابل – جلالاباد لويې لار په درونټې سيمه کې د غره ښوېیدنې له امله څلور کسان مړه شوي او لار هم د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده.
ځايي مسوولین وايي چې په ننګرهار او فراه ولایتونو کې د ترافیکي پېښو له امله دوه کسان مړه شوي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن