Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د راپورونو له مخې، د متحده ایالتونو د کلوراډو ایالت په بولډر ښار کې پر یوې غونډې د برید پایله کې شپږ کسان ټپیان شوي او شکمن کس نیول شوی دی.
د رسنیو د راپور له مخې، د المان د هامبورګ رېلګادي په یوه تمځای کې یوه کس د چاقو په ګوزارونو ۱۷ کسان ټپیان کړي او د دغه برید په تور یوه ۳۹ کلنه ښځه نیول شوې ده.
د پاکستان د دفاع وزیر وايي چې لا هم پر پاکستان د هند د برید خطر شته، خو اسلاماباد ځواب ویلو ته چمتو دی او باید خپل حق واخلي.
هند تېره شپه د پاکستان پر خاوره بریدونه کړي او اسلاماباد هم د ځوابي برید ګواښ کړی، خو له دواړو لورو ملګرو ملتونو او چین د لوړې کچې زغم او امریکا د کړکېچ د ژر پای ته رسولو غوښتنې کړې دي.
د کشمیر تر خونړي برید وروسته، د هند او پاکستان اړیکې یو ځل بیا سختې ترینګلې شوې دي؛ مودي د سخت غبرګون ګواښ کړی او اسلاماباد د ملي امنیت بېړنۍ غونډه جوړه کړې څو د هند د اقداماتو پر وړاندې د غبرګون پرېکړه وکړي.
وروسته له هغې چې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې پر ګرځندویانو برید وشو، نوي ډیلي د پاکستان پر وړاندې یو شمېر جدي اقدامات اعلان کړي؛ چې په کې د «واګه بندر» تړل، د سند د اوبو د وېش تړون ځنډول او د پاکستاني ډیپلوماټانو ایستل شامل دي.
د هند پولیسو اعلان کړی چې کشمیر کې پر ګرځندویانو د وسلهوالو کسانو په ډزو کې ۲۶ کسان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان دي.
د نورستان امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په دواب ولسوالۍ کې د «یږ» په نوم یو وحشي ځناور پر دوو کسانو برید کړی او دواړه یې وژلي دي.
روسیې د اوکراین شمالختیځ کې پر سومي ښار توغندیز برید کړی چې په پایله کې ۳۲ کسان وژل شوي او ۱۱۷ نور ټپیان دي.
د راپورونو له مخې، اسرائیلي ځواکونو د کوچني اختر په لومړۍ ورځ پر غزه برید کړی چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړی.
د راپورونو له مخې، اسرائیلو تېره ورځ په غزه کې پر یوه روغتون هوايي برید کړی چې په پایله کې د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر د یوه غړي په ګډون پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی.
د راپورونو له مخې، وسلهوالو په بلوچستان کې پر یوه رېلګاډي برید کړی، شپږ پاکستاني پولیس وژل شوي او د لسګونه مسافر یې «یرغمل» نیولي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP