بغلان کې د لوبې پر سر نښته کې یو کس وژل شوی
د بغلان امنیتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د لوبې پر سر نښته کې يو کس وژل شوی دی.
د بغلان امنیتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د لوبې پر سر نښته کې يو کس وژل شوی دی.
د بغلان په مرکز پلخمري او دوشي ولسوالۍ کې د ترافيکي پېښو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون نهه کسان ټپيان شوي دي.
په بغلان، لوګر، اروزګان او میدان وردګو ولایتونو کې نن له ۱۴زره ۹۱۴ اړو کورنیو سره د خوراکي توکو، نغدو پیسو او ګرمو جامو مرسته وشوه.
د بغلان ولايت د نهو ولسواليو په لرو پرتو سيمو کې ګرځنده روغتيايي خدمات پيل شول.
په بغلان کې زرګونو کروندګرو ته د غنمو اصلاح شوي تخم د وېش لړۍ پیل شوه. د بغلان د کرنې ریاست د اطلاعاتو څانګې مسوول ولي امرخېل پژواک خبري اژانس ته وویل چې د خوړو…
د سالنګ لویې لارې د څار او ساتنې ادارې مسوولین وايي چې په شمالي سالنګ کې د یوه فلانګوچ موټر چپه کېدو له امله درې کسان مړه او اته نور ټپيان شوي دي. د سالنګ…
د بغلان روغتيايي مسوولين وايي، په دغه ولايت کې په تېره يوه مياشت کې شاوخوا زر ماشومان پر چيچک ناروغۍ اخته شوي دي.
د بغلان په خنجان ولسوالۍ کې د ترافيکي پېښې له امله يو ماشوم مړ شوى او اته نور کسان ټپيان شوي دي.
د بغلان روغتيايي مسوولين وايي، په تېرو اووه مياشتو کې په دغه ولايت کې ٢٤٠٠ کسان پر رواني ناروغيو اخته شوي چې ډېرى يې ښځې دي. د بغلان د عامې روغتیا ریاست د رواني ناروغیو…
د بغلان امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په مرکز پلخمري کې د یوې ښځې جسد موندل شوی او یوه بله ښځه بيا د خپل خاوند له لوري په کور کې په ډزو وژل شوې ده.
د بغلان د استخباراتو ریاست وايي، د دغه ولایت د مرکز پلخمري ښار په شمرق سیمه کې د دوو ځانګړو عملیاتو پر مهال یوه اندازه مهمات او وسلې کشف او ترلاسه شوي دي. د بغلان…
د بغلان د یو شمېر دیني مدرسو مسوولینو نن په دغه ولایت کې د پوهنې وزارت له مرستیال مولوي کرامتالله اخندزاده سره د لیدنې پر مهال وویل، حکومت د دوی مدرسې له پامه غورځولې دي.
د بغلان حکومتي مسوولین وايي، په دغه ولایت کې په تېرو ٢٠ کلونو کې ۲۷زره ۹۸۴ جریب دولتي ځمکې غصب شوې چې د بېرته راګرځولو لپاره یې هلېځلې روانې دي.
د بغلان ولایت امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز پلخمري ښار کې یو کس خپله ښځه وژلې ده.
د بغلان د عامې روغتيا رياست مسوولين وايي چې د تېر يو کال موده کې له هټيو او درملتونونو ټول شوي درې ټنه تاريختېر درمل او توکي يې سوځولي دي.
د بغلان ولایت د پوهنې رييس وايي، په دې وروستيو کې د يو شمېر ښوونځيو د زدهکوونکو شمېر کم شوى نو قومي مشران او ديني عالمان بايد ماشومان زدهکړو ته وهڅوي.
د بغلان روغتيايي مسوولين وايي، په تېرو شپږو مياشتو کې په دغه ولايت کې د ښځو په ګډون ١١٥٠ کسان پر نريرنځ اخته شوي چې څلورو کسانو يې خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.
د بغلان د استخباراتو ریاست وايي، د دغه ولایت په خنجان ولسوالۍ کې يې د عملیاتو پرمهال یوه اندازه وسلې او لسګونه کیلوګرامه نشهیي توکي ترلاسه کړي دي.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس وايي، سرپرست حکومت د خلکو حقونو خوندیتوب ته ژمن دی او د ټولو هغو ښځو پر ملاتړ ځان مکلف بولي چې اسلامي حجاب مراعتوي.
د استخباراتو ریاست وایي، امنیتي ځواکونو په بغلان کې یو کس له ۲.۴ میلیون غلا شویو افغانیو سره نیولی او په پکتیکا کې یې له یوه کوره په ناقانونه ډول ساتل شوې سپکې او درنې وسلې ترلاسه کړې دي.
د بغلان د کرنې رياست مسوولين وايي چې سږ کال په دغه ولايت کې د تېر کال په پرتله د پيازو حاصلات ٥٠ سلنه کم شوي خو بيه يې درې برابره لوړه شوې ده. د…
د بغلان د پوهنې ریاست مسوولین وايي، د یونیسف او اکټېډ موسسې له لوري د دغه ولایت په مرکز او پنځو ولسوالیو کې له زدهکړو پاتې ماشومانو ته ۷۲۰ کليوالي ټولګي جوړ شوي دي.
د بغلان روغتيايي مسوولين وايي، په تېرو پنځو مياشتو کې په دغه ولايت کې ٤٣٩٧ ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي چې شلو يې خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، پرون د دغه ولایت مرکز پلخمري اړوند په «قول پلنګ» سیمه کې یوه کس خپله مېرمن په چاړه وهلې او وژلې ده.