Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د کونړ ولایت مربوطاتو کې د ډیورنډ فرضي کرښې دواړو غاړو پرتو خلکو د افغانستان او پاکستان له حکومتونو غوښتي چې د نواپاس لار دې د خلکو پر مخ پرانیزي.
د سپین بولدک- چمن لارې ګڼ شمېر مسافر شکایت کوي چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا پر دغه لار د پاکستاني ځواکونو له لوري ځورول کېږي او ډول ډول ستونزې ورته جوړېږي.
د کونړ د شیګل ولسوالۍ یو شمېر خلک د زرو په لټون د سیند شګې چاڼوي څو له لارې یې د خپلو کورنیو اړتیاوې پوره کړي.
د تخار ولایت د بهارک ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي په دغه ولسوالۍ کې برېښنا، د څښاک پاکو اوبو، مجهزو روغتیايي مرکزونو او مواصلاتي لارو ته له نه لاسرسي شکایت کوي او وايي، په تېر حکومت کې یې په ځلونو خپل غږ پورته کړ خو چا پاملرنه ورته ونه کړه.
په دې وروستيو کې په بلخ ولایت کې د یو کیلوګرام چرګ غوښې بيه له ١٦٠ څخه ٣٠٠ افغانيو ته لوړه شوې ده.
سږ کال د هېواد د نورو ولایتونو په څېر په کندهار کې هم ژمی سوړ او سخت دی چې له امله یې د لرګیو په ګډون د ټولو سون توکو بیه لوړه شوې ده.
بلخ کې یو شمېر خلک او مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز مزارشریف کې د روضې ځینې برخې تخریب شوې او زیاتوي، که ونه رغول شي، ښايي نورې برخې یې هم ژر ویجاړې شي.
د میدانوردګو د مرکز یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د تېرو جګړو پر مهال يې کورونه ویجاړ شوي خو د بېرته رغولو لپاره يې تر اوسه چا مرسته نه ده ورسره کړې.
د بلخ د چمتال ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د ښوونځيو کمښت يا لرېوالي له امله یې ماشومان له زدهکړو محروم دي.
د بلخ يو شمېر اوسېدونکي شکايت کوي چې په دې وروستيو کې د ښاري او مسافر وړونکو موټرو کرايې لوړې شوې خو بل لور ته حکومتي مسوولين وايي چې د لوړې کرايې اخيستو مخنيوي هلې ځلې يې پيل کړې دي.
د خوست د نادرشاه کوټ يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د روغتيايي خدمتونو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي او ټينګار کوي چې د دې ولسوالۍ ۳۰ بستريز روغتون دې فعال شي.
د فراه یو شمېر اوسېدونکي له حکومته غواړي چې امنیتي ځواکونو ته دې ځانګړی یونیفورم ووېشي څو خلک يې په اسانۍ سره وپېژني.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP