ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک: د راکړې ورکړې پر مهال د بانک‌نوټونو ډېر زوړوالي له ستونزو سره مخ کړي یو

خلک: د راکړې ورکړې پر مهال د بانک‌نوټونو ډېر زوړوالي له ستونزو سره مخ کړي یو

author avatar
13 Mar 2023 - 15:37
خلک: د راکړې ورکړې پر مهال د بانک‌نوټونو ډېر زوړوالي له ستونزو سره مخ کړي یو
Social media
author avatar
13 Mar 2023 - 15:37

کابل (پژواک، ۲۲ کب ۱۴۰۱): د کابل ګڼ اوسېدونکي، صرافان، هټۍوال، موټرچلوونکي او د توکو پلورونکي د زړو بانک‌نوټونو له ډېروالي شکایت کوي او وايي، د ورځنۍ راکړې ورکړې پر مهال د دغو پیسو کارولو له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.

هغوی زیاتوي، په ټوله کې ټول بانک‌نوټونه زاړه شوي خو د نورو په پرتله لسګون، شلګون، پنځوسګون او سلګون بانک‌نوټونه هومره زاړه شوي چې اصلاً د کارولو وړ نه دي.

دوی په داسې حال کې د زړو بانک‌نوټونو ټولولو او بازار ته د نوو افغانیو وړاندې کولو غوښتنه کوي چې شاوخوا یوه نیمه میاشت مخکې د افغانستان بانک سوداګریزو بانکونو ته د ۱۰۰ میلیون نوو چاپ شوو افغانیو د ورکړې اعلان وکړ، خو لا هم په پلازمېنه کابل او نورو ولایتونو کې دا ستونزه پر ځای پاتې ده.

د کابل ښار د څلورمې ناحیې اړوند د تایمني سیمې د پنځم سړک اوسېدونکي تابش پژواک خبري اژانس ته وویل، په بازارونو کې زړې افغانۍ په بې‌سارې ډول زیاتې شوې چې خلک یې د ورځنۍ راکړې ورکړې پر مهال له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

هغه وایي، موټرچلوونکي او هټۍ‌وال زړې پیسې نه‌ اخلي او په وینا یې، له صرافانو څخه هم چې د وړو افغانیو غوښتنه کوي، نو زړې ورکوي.

نوموړی له افغانستان بانک څخه غوښتنه کوي چې له بازارونو زاړه بانک‌نوټونه ټول او پر ځای یې نوي هغه بازار ته وړاندې کړي.

جمشید چې د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند د کارته نو سیمې اوسېدونکی دی، هم ورته شکایت کوي.

هغه پژواک ته وویل: «پیسې دومره ډېرې زړې شوې چې نه د کارولو دي او نه د ساتلو، ان د ډېرو بانک‌نوټونو نمبرونه هم نه ښکاري، په کار ده چې نوې شي.»

د کابل ښار د تایمني سیمې د تېلو پمپ کارکوونکی شمس‌الله هم شکایت کوي چې موټرچلوونکي ورته زړې پیسې رواړي خو دوی اړ دي چې ترې وایې خلي، ځکه چې د هېواد پیسه ده.

نوموړی وایي، ډېر بانکونه او صرافۍ هم زاړه بانک‌نوټونه نه اخلي چې دې چارې دوی له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

هغه له مرکزي بانک څخه غوښتنه کوي چې نوي افغاني بانک‌نوټونه چاپ او باراز ته وړاندې کړي.

بل‌خوا، د کابل ښار صرافان هم وايي، د هرې ورځې په تېرېدو سره په بازار کې زړې افغانۍ ډېرېږي چې دوی ورسره په ستونزه کې دي.

بصیر کریمي چې د کابل ښار په شهزاده سرای کې صراف دی، پژواک ته وویل، په دې وروستیو کې د زړو افغانیو ستونزه د هرې ورځې په تېرېدو سره زیاته شوې ده او له دوی څخه عام خلک زاړه بانک‌نوټونه نه اخلي.

هغه وایي، که څه هم د افغانستان بانک څه موده مخکې د نوو بانک‌نوټونو د چاپ اعلان وکړ خو تر اوسه په کافي شمېر بازار ته نه دي وړاندې شوي.

نوموړي هم له افغانستان بانک څخه غوښتنه وکړه چې له بازاره زړې افغانۍ ټولې او پر ځای یې نوي بانک‌نوټونه وړاندې کړي.

د کابل شهزاده سرای د صرافانو ټولنې ویاند عبدالرحمان ځیرک پژواک اژانس ته وویل، د هېواد په اسعاري مارکېټونو کې د افغانیو د زړو بانک‌نوټونو ستونزه ډېره شوې ده.

هغه وایي: «موږ ته له ولایتونو څخه وخت په وخت شکایتونه را رسېږي چې افغاني بانک‌نوټونه په پرېمانه اندازه زاړه شوي دي او مراجعین یې له مشکلاتو مخامخ کړي دي، موږ ستونزه له افغانستان بانک او مالیې وزارت سره شریکه کړې ده، هغوی موږ ته وعده راکړې وه چې ان‌شاالله ډېر ژر به د دې ستونزې د حل لپاره رسېدنه وشي.»

ځیرک زیاته کړه، څه موده مخکې د افغانستان بانک له لوري خصوصي بانکونو ته نوې چاپ شوې افغانۍ ورکړل شوې څو د معاشاتو له لارې یې ووېشي.

هغه دا یو پر ځای ګام ګڼي او وايي، که نوې چاپ شوې افغانۍ یوه شخص، شرکت او یا صرافۍ ته ورکړل شي نو په دې کې فساد پیدا کېږي او خلک یې بیا په تفاوت خرڅوي.

نوموړی زیاتوي، د ټولو هېوادوالو دنده ده چې د افغاني بانک‌نوټونو په ساتلو کې کوښښ وکړي څو له وخت مخکې زاړه نه شي.

د افغانستان بانک ویاند حسیب‌الله نوري پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه بانک د هېواد د مرکزي بانک په توګه -چې یوه دنده یې د پولي سیاستونو طرح او د افغانیو بانکنوټونو چاپ او نشر دی- د بازار اړتیا ته په کتو او د معقولو پولي سیاستونو په پام کې نیولو سره نوي بانک‌نوټونه بازار ته تزریق کوي او په مقابل کې یې زاړه بانک‌نوټونه له بازارونو راټولوي.

هغه وایي: «تاسې په جریان کې یاست چې څه موده وړاندې د افغانستان بانک سوداګریزو بانکونو ته د نوو بانک‌نوټونو د وېش پروسه پیل کړه او په مقابل کې یې زاړه بانک‌نوټونه راټول کړل، دا پروسه دوامداره ده او د افغانستان بانک د معلوم طرزالعمل پر بنسټ ترسره کېږي.»

هغه زیاته کړه، نوي افغاني بانک‌نوټونه په ډېر لوړ کیفیت چاپ شوي خو دا چې په هېواد کې په نغدو پیسو راکړه ورکړه ډېره ده، د خلکو له خوا څنګه چې لازمه ده په هغه ډول یې ساتنه نه کېږي او دا چاره د دې لامل ګرځي چې د افغانیو بانک‌نوټونه تر وخت وړاندې زاړه شي.

نوموړي هم له ټولو هېوادوالو غوښتنه وکړه چې د بانک‌نوټونو د ساتنې لپاره لازم تدابیر په پام کې ونیسي، څو تر وخت وړاندې زاړه نه شي او په دې برخه کې خپل ملي مسوولیت ترسره کړي.

که څه هم نوموړي د نوو چاپ شوو بانک‌نونوټو د اندازې او نور څرنګوالي په اړه معلومات شریک نه کړل، خو د افغانستان بانک د تفتیش کمېټې رییس شاه‌محمود محرابي د کب په ۱۹مه ځینو رسنیو ته ویلي وو چې په فرانسه کې چاپ شوي نوي بانک‌نوټونه به د روان ۲۰۲۳ زېږدیز کال په مې میاشت کې افغانستان ته را ورسېږي.

د افغانستان مرکزي بانک د روان ۱۴۰۱ لمریز کال د سلواغې په ۵مه ویلي و، د هېواد ټولو سوداګریزو بانکونو ته یې ۱۰۰ میلیون نوي بانک‌نوټونه وېشلي چې په بدل کې یې له دغو بانکونو زاړه بانک‌نوټونه راټول کړي دي.

سرچینې هماغه وخت زیاته کړې وه چې په نوو بانک‌نوټونو کې لسګون، شلګون، پنځوسګون او سلګون بانک‌نوټونه شامل دي.

Visits: 36

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.