ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د زابل خلک: د شملزو ګمرک د جوړولو چارې دې ژر پیل شي

د زابل خلک: د شملزو ګمرک د جوړولو چارې دې ژر پیل شي

author avatar
22 May 2023 - 17:44
د زابل خلک: د شملزو ګمرک د جوړولو چارې دې ژر پیل شي
author avatar
22 May 2023 - 17:44

کلات (پژواک، ۱ غبرګولی ۱۴۰۲): د زابل د سوېلي ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکو نن په دغه ولایت کې د قبایلو او سرحدونو چارو له سرپرست وزیر څخه غوښتنه وکړه چې د شملزو ګمرک جوړولو چارې دې ژر پيل او بشپړې شي.

د یادونې ده، د قبایلو او سرحدونو چارو وزارت سرپرست مولوي نورالله نوري نن د یوه پلاوي په مشرۍ یاد ولایت ته تللی او په شینکۍ ولسوالۍ کې يې له چارواکو او قومي مشرانو سره ولیدل.

د زابل د شینکۍ، سیوري، اټغر او نوبهار ولسوالیو اوسېدونکو له د قبایلو چارو له سرپرست وزیر څخه وغوښتل چې د وزیرانو شورا د شملزو ګمرک منظور کړی او باید د جوړولو چارې يې ژر پيل او بشپړې شي.

د زابل د شینکۍ ولسوالۍ یوه قومي مشر محمداکبر جان وویل: «د شملزو ولسوالۍ ګمرک منظور شوی خو کارونه يې نه دي پيل شوي، هیله لرو چې حکومت د دغه ګمرک او ورته د ورغلې لارې د جوړېدو کارونه ژر پيل کړي.»

هغه زیاته کړه، د یادې ولسوالۍ لاره له ډېرو کلونو راهیسې خامه ده چې له امله یې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د اټغر ولسوالۍ قومي مشر حاجي عبدالله وویل: «موږ د اسلامي نظام قايمېدو لپاره قربانۍ ورکړې او اوس د نظام لپاره په کار ده چې زموږ ستونزو ته پاملرنه وکړي او حل‌لاره دې ورته ولټوي.»

نوموړي هم غوښتنه وکړه چې حکومت باید د نورو ټولنیزو ستونزو د حل ترڅنګ، د شملزو ولسوالۍ ګمرک فعال کړي.

د زابل مرستیال والي مولوي محب‌الله حماس وویل، حکومت د ټولو ولسوالیو متوازنې پراختیا ته ژمن دی او هڅه کوي چې د ولسونو د ستونزو حل ته پاملرنه وکړي.

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست مولوي نورالله نوري ژمنه وکړه چې د خلکو ستونزې به له کابينې او لوړپوړو چارواکو سره شریکوي او حل‌لارې به ورته لټوي.

هغه وویل،  ولس د ستونزو هوارول د دوی وجیبه ده او حل‌لارې به ورته پیدا کوي.

Visits: 60

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.