د خوست ولایت په صبريو یعقوبیو ولسوالۍ کې د «خلبيسات» په نوم د یوې لېسې زدهکوونکي چې د کتابونو بکسونه یې اوږو ته اچولي، سهار وختي د یوې هدیرې په لور روان دي؛ د دوی د درس ځای همدلته دی او له کومې سرپناه، مېز او چوکۍ پرته زدهکړې کوي.
خوست کې ځايي مسوولين وايي، د دغه ولایت په نادرشاهکوټ ولسوالۍ کې د ۱۵۰ ميليون افغانيو په لګښت د بيارغونې د ۷۷ پروژو چارې روانې دي.
د خوست امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت له بېلابېلو سیمو ترلاسه شوي سلګونه کیلوګرامه نشهيي توکي نن د عامو خلکو او چارواکو په حضور کې وسوځول شول.
د خوست د ګربزو یو شمېر اوسېدونکي وايي، د دې ولسوالۍ د لېژې ذخیروي بند چې څو ورځې مخکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو، د سېلاب اوبو په راتلو سره نړېدلی دی.
د خوست د عامې روغتيا ریاست مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې په تېرو درېیو میاشتو کې نږدې لس زره کسان چې ډېری یې ماشومان دي، پر خوارځواکۍ اخته شوي دي.
د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولین وايي، د خوست ولایت په يعقوبيو صبريو ولسوالۍ کې د زمبر بند د جوړولو په موخه د ځمکې پېژندنې او تخنيکي چارو پروژې پيل شوې چې په درېیو میاشتو کې به بشپړې شي.
د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت له خوا په خوست کې د ۵۵ ميليون افغانیو په لګښت شپږ بېلابېلې پروژې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
خوست کې سیمهییزمسوولین وایي چې دغه ولایت کې د ۲۲ میلیون افغانیو په لګښت د یوه سړک د جوړولو چارې بشپړې شوې او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
خوست کې سیمهییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت په اسماعیلخېلو مندوزیو ولسوالۍ کې یو ځوان له پنځه کلن کورني بنده آزاد شوی دی.
خوست کې سیمهييز مسوولین وايي چې د دغه ولايت په ګمرک کې له پاکستانه راوړل شوي سلګونه کیلوګرامه چاودېدونکي توکي نیول شوي دي.
د خوست ولایت د اطفايې مدیریت مسؤولین وایي چې په ۱۴۰۳ لمریز کال کې یې د اورلګېدنې پېښې پر وخت مهار کړې او د شاوخوا ۵۰۰ میلیون افغانیو مالي زیان مخه یې نیولې خو د تخنیکي امکاناتو او تجهیزاتو له جدي کمښت سره مخ دي.
خوست کې سیمهییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت په شمل دوهمنده ولسوالۍ کې د «کوارټز» قیمتي ډبرې ستر کان کشف شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP