Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د ننګرهار سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز جلالاباد ښار او بېلابېلو سیمو کې د تېرې شپې ورښتونو او سېلابونو راتلو له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او ۳۲ نور ټپیان شوي دي.
بدخشان کې ځایي مسوولین وايي، د بدخشان – تخار لویه لار نن سهار د باران او سېلابونو راتلو له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.
د اوبو او انرژۍ وزارت په راتلونکو دوو ورځو کې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینو سیمو کې د نسبتاً سختو ورښتونو او سېلابونو راوتلو د احتمال خبر ورکوي.
اړوندو ادارو نن او په دوو راتلونکو ورځو کې د هېواد په یو شمېر سیندیزو حوزو کې د واورې او باران ورېدو او سېلابونو راتلو اټکل کړی دی.
په فراه ولایت کې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله ۲۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۳۳ نور ټپیان شوي دي.
هلمند کې ځايي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه او ځینو ولسوالیو کې د وروستي ورښت، سېلابونو راتلو او تندر لوېدو له امله شپږو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او لس نور ټپیان شوي دي.
امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې د امریکا په څو ایالتونو کې د سېلابونو او توپان له امله ۱۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د اروزګان یو شمېر اوسېدونکي په خپلو سیمو کې د سېلابونو له امله د ویجاړو شوو سړکونو، پلونو او پلچکونو د بیارغونې غوښتنه کوي.
هسپانیه کې چارواکو ویلي چې د دغه هېواد د والنسیا ښار په ختیځ سیمه کې د سېلابونو راوتلو له امله ۹۵ کسان مړه شوي دي.
د میدانوردګو ولایت دایمیرداد ولسوالۍ کې د باران او سېلابونو راتلو له امله خلکو ته مالي زیانونه اوښتي او ځینې لارې هم تخریب شوې دي.
د کونړ سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په نرنګ ولسوالۍ کې د تېرې شپې ورښتونو او سېلابونو له امله یو کس مړ شوی او د یوې ښځې او دوو ماشومانو په ګډون شپږ تنه نور ټپيان دي.
پېښو ته د چمتووالي او رسېدنې ملي اداره وايي چې په تېرو لسو ورځو کې د افغانستان په اتو ولایتونو کې د بارانونو، سېلابونو، تالندې او اورلګېدنې له امله ۱۳ کسان مړه او ۱۶ نور ژوبل شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP