ژبه

په چیلي کې سختو ورښتونو او سېلابونو درې کسان مړه کړي، سلګونه بې‌ځایه شوي دي

احمد صهیب حسرت

۲۷ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۰۹:۲۷

Views: ۱۳

کابل (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۵): د چیلي په مرکزي او سوېلي سیمو کې د سختو ورښتونو، تېزو بادونو او سېلابونو له امله لږ تر لږه درې کسان مړه، اووه ټپیان او سلګونه نور بې‌ځایه شوي دي.

الجزیرې راپور ورکړی چې د چیلي د پېښو د مخنیوي او غبرګون ملي ادارې (SENAPRED) ویلي، ۴۶۶ کسان په پناه‌ځایونو کې مېشت دي او ۱۵۸ نور، چې ډېری یې د کوکیمبو سیمې اوسېدونکي دي، د اوبو د سطحې لوړېدو له امله بند پاتې دي.

یادې ادارې د سیند د اوبو د کچې لوړېدو ته په اشارې سره، تالګانته ښار ته څېرمه د «کامپامنتو ریبرا دل ریو» سیمې د اوسېدونکو د ایستلو امر هم کړی دی.

په راپور کې راغلي چې سېلابونو د چیلي په بېلابېلو برخو کې ورځنی ژوند ګډوډ کړی؛ په ځینو سیمو کې ښوونځي تړل شوي او دولتي شرکت «کودیلکو» د توپان له امله د «اندینا» کان سطحي فعالیتونه درولي دي. دغه‌راز، شاوخوا ۲۵۷ زره کسان، چې ډېری یې د هېواد په سوېل کې دي، له برېښنا بې‌برخې شوي دي.

د چیلي ولسمشر خوزه انتونیو کاسټ ویلي، د زیانونو او د اړوندو ادارو د مرستو رسونې بهیر د ارزونې لپاره بیوبیو سیمې ته سفر کوي؛ هغه سیمه چې د یادو طبیعي پېښو له امله سخت زیانمنه شوې ده.

د چیلي د هواپېژندنې ادارې هم د دغه هېواد په مرکزي سیمو کې د سختو ورښتونو د دوام احتمال په اړه خبرداری ورکړی دی.