Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
مزارشریف (پژواک، ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۲): د بلخ د مرکز مزارشریف ښار اوسېدونکي وایي، د لاسي پلورونکو له لوري د توکو د پلور لپاره لوډسپېکرونه لګول
د ننګرهار د مرکز جلالاباد ښار يو شمېر اوسېدونکي شکايت کوي چې د ښار ځينو برخو کې يخپلورونکو په خپلسري ډول د يخ بيه لوړه کړې ده.
د فاریاب مرکز میمنې ښار یو شمېر هټۍوال او کسبهکاران د ښاروالۍ له خوا د سلګونه پخوانيو دوکانونو پر بیارغولو خوښي څرګندوي، خو وايي چې دا چاره د دوکانونو مالکانو ته د کرایو دوه برابره ډېرولو پلمه جوړه شوې ده.
د غزني زنخان ولسوالۍ یو شمېر خلک شکایت کوي چې په سیمه کې یې روغتیايي مرکزونه نشته او له کلونو راهیسې په دې برخه کې له ستونزو سره مخ دي.
د بلخ یو شمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د مخابراتي شبکو د انټرنېټي خدمتونو له ټیټ کیفیته شکایت کوي او وایي، د انټرنېټ بیه لوړه ده خو کیفیټ یې ټیټ دی.
د پنجشېر د درېیو ولسوالیو اوسېدونکي د انټرنېټي خدمتونو له نشتوالي شکایت کوي او وايي، انټرنېټ ته د لاسرسي وړ سیمو ته د رسېدو لپاره باید په ساعتونو ساعتونو پلی مزل وکړي او يا هم موټر ته سلګونه افغانۍ کرايه ورکړي.
د خوست يو شمېر ښاريان شکايت کوي چې د لاسيپلورونکو له خوا د توکو د پلور په موخه د لاوډسپیکرونو کارول په ښار کې غږيزه ککړتيا رامنځته کړې ده.
د غزني د اجرستان ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي مخابراتي خدمتونو ته له نه لاسرسي شکایت لري او وایي، د یوې ټېلیفوني اړیکې لپاره اړ دي چې بلې ولسوالۍ ته ولاړ شي.
د سالنګ لویې لارې يو شمېر موټرچلوونکي وايي چې په دې وروستيو کې دغه لار ډېره خرابه شوې او بيارغونې ته یې جدي اړتيا ده.
د بدخشان په ۱۳ ولسوالیو کې له شلو ډېر د لرو کلیو اوسېدونکي وایي، روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی نه لري او په سیمو کې یې د لازمو روغتیایي امکاناتو او مرکزونو درلودل ورته یو خوب ښکاري.
په دایکنډي کې د پوهنې مسوولین او زدهکوونکي وايي چې په ښوونځیو کې د ښوونکو له جدي کمښت سره مخ دي او له اړوندو ادارو غواړي چې د دې ستونزې د هواري لپاره لاس په کار شي.
د بامیان د پنجاب او ورس ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکي د روغتیايي خدمتونو له ټيټ کیفیت او په کلینیکونو کې د درملو له کمښته شکایت کوي او وايي، د دغې ستونزې له امله په ځینو مواردو کې ناروغان خپل ژوند له لاسه ورکوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP