د پوهنې وزارت وايي چې په غزني ولایت کې لسو ښوونځیو ته نوې جوړې شوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې او په میدانوردګو کې د یوه ښوونځي د ودانۍ د بیارغونې چارې بشپړې شوې.
د غزني امنیتي مسوولین وایې چې د دغه ولایت په اندړو ولسوالۍ کې یې یو کس د خپلې مېرمنې د وژلو په تور نیولی دی.
غزني کې د کرکټ مسوولین وایي چې د دغه ولایت د مرکز په ګډون د اتو ولسوالیو د ۱۰ لوبډلو ترمنځ «د غزني د ولسوالیو جام» په نوم د کرکټ سیالۍ پیل شوې.
د غزني ښاروالي وایي، د دغه ولایت په مرکز کې یې تر سلو ډېرۍ هغه هټۍ تړلې چې د توکو بیې یې د ایران او اسرائیل د جګړې په پلمه پر خپل سر لوړې کړې وې.
د غزني امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په ناور ولسوالۍ کې د کوچیانو او د سیمې اوسېدونکو ترمنځ د څرځای پر سر شخړه کې یو کس وژل شوی دی.
غزني کې سیمهییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت په جاغوري ولسوالۍ د خلکو په شخصي لګښت یوه ښوونځي ته د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.
د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي چې د دغه ولایت د موزیم اته قلمه تاریخي اثار د اسلامي هنرونو یوه نړۍوال نندارتون ته – چې په نږدې راتلونکي کې د قطر په کوربهتوب جوړېږي – غوره شوي دي.
د غزني سیمهییز مسوولین وایې چې په دغه ولایت کې د دوو جلا ترافیکي پېښو له امله درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۱ نور ټپيان شوي دي.
په غزني کې د ۱۸ جوړو د واده ګډ مراسم ترسره شول چې د یو شمېر دیني عالمانو په ګډون پهکې سلګونو کسانو ګډون کړی و.
د غزني د بدني روزنې او ورزش ریاست وايي، د لوی اختر په مناسبت د دغه ولایت په ګډون د کندهار، هلمند او زابل ولایتونو د کوچيانو د ۲۴۰ پهلوانانو ترمنځ د غېږنیونې اونیزې سیالۍ ترسره شوې.
د غزني امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت د اندړو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د یوې کورنۍ دوو غړو ژوند له لاسه ورکړی او یو بل ټپي شوی دی.
د غزني د مرکز او یو شمېر ولسوالیو له روغتیايي مرکزونو سره د ۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د روغتیايي تجهیزاتو او یو شمېر وسایطو مرسته وشوه.