Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د فاریاب سیمهییزې سرچینې وایي، د دغه ولایت په قرغان ولسوالۍ کې یوه ځوان د اقتصادي ستونزو له امله ځانوژنه کړې ده.
د فاریاب ولایت امنیه قومانداني د نامعلومو وسلهوالو له لوري د دغه ولایت په پشتونکوټ او قیصار ولسوالیو کې د دوو کسانو له وژل کېدو خبر ورکوي.
د فاریاب سیمهییز چارواکي وایي، د دغه ولایت په دولتاباد ولسوالۍ کې د یوه څرځای پر سر نښته کې ۳ کسان وژل شوي دي.
د فاریاب ولایت د امر بالمعروف او نهی عنالمنکر ریاست محتسبین خلکو ته د نوروز حراموالي په اړه پوهاوي او د دغې ادارې د پرسونل د چلند په تړاو د اوسېدونکو شکایتونو اورېدو په موخه د میمنې ښار واټونو ته راوتلي وو.
د فاریاب له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیر وايي، د دغه ولایت په مرکز میمنه کې په دوو جلا پېښو کې د یوه ملا امام په ګډون درې کسان وژل شوي دي.
د فاریاب اوسېدونکې ۱۷ کلنه زینب چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو له تړل کېدو وروسته یې له کاغذ او کارتن څخه په استفادې ځیني نوښتونه کړي، له اسلامي امارته غواړي چې د ۱۴۰۲ ښوونیز کال له پیلېدو سره د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیزي.
د فاریاب پولیس د هغه ۶ کلن ماشوم د جسد له موندلو خبر ورکوي چې اووه ورځې مخکې د دغه ولایت د خواجهسبزپوش ولسوالۍ په غذاري کلي کې ورک شوی و او وايي چې د دې قضیې په تړاو یې یو کس نیولی دی.
د فاریاب مسوولین وايي، په دغه ولایت کې شاوخوا پنځه زره روږدې ښځې او ماشومان شته چې د درملنې لپاره یې په میمنې ښار کې ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو.
د فاریاب امنیتي مسوولین وایي، د هغه شپون ۶۹ پسونه چې درې ورځې مخکې د دغه ولایت د مرکز مربوطاتو کې وژل شوی و، له دوو ماشومانو – چې اووه کلن او نهه کلن دي – ترلاسه شوي دي.
فاریاب کې سیمهییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت – جوزجان پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله درې کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن