منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۲۷ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

مجاهد

۸۰ راپورونه

راپورونه

غړي

مجاهد افغانستان کې د ترهګرو ډلو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت راپور رد کړ

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ترهګرۍ په اړه کلنی راپور ښیي چې د القاعده ډلې عناصر، داعش او پر سیمه «متمرکزې ترهګرې ډلې» لا هم افغانستان کې فعالې دي، خو ا.ا دغه راپور ردوي او وایي، تېرو دوو کلونو کې له افغانستانه هیڅ هېواد ته ګواښ نه دی پېښ شوی.

غړي

وېسټ: د ا.ا تګلارو له امله پر افغانستان مرستې کمې شوې؛ مجاهد: دریځونه مو ارزښتيز مسایل دي

ټام وېسټ ویلي، د ا.ا تګلارو او په نړۍ کې د نویو کړکېچونو له امله روان کال پر افغانستان دوه میلیارد ډالره مرسته کمه شوې، خو ا.ا وایي، دریځونه یې د افغانستان ارزښتيز مسایل دي او بشري مرستې باید سیاسي نه کړل شي.

غړي

مجاهد: د انتقالي عدالت په نوم د امریکايي ټولنې له خوا د افغان څارنوالانو امنیت په اړه اندېښنه بې‌ځایه ده

د اسلامي امارت ویاند د یوې امریکايي ټولنې له خوا د افغان څارنوالانو د امنیت په اړه اندېښنه بې‌ځایه بولي او په وینا یې دغه ټولنه له افغانستانه د کادرونو د وتلو لپاره هڅې کوي.…

غړي

مجاهد: پاکستان دې د خپلو کورنیو ناامنیو پړه پر افغانستان نه اچوي

د افغانستان ا.ا د پاکستاني چارواکو هغو څرګندونو په اړه چې ګواکې ټي‌ټي‌پي په افغانستان کې پټنځایونه لري، وایي چې د افغانستان خاوره د هیچا پر وړاندې استفادې ته نه پرېږدي او پاکستان دې د خپلو داخلي ناامنیو پړه پر افغانستان نه اچوي.

غړي

مجاهد: افغانستان کې له امریکايي ځواکونو د پاتې وسلو او تجهیزاتو پلور حقیقت نه‌لري

د اسلامي امارت ویاند هغه ادعاوې په کلکه ردوي چې ګواکې سرپرست حکومت هغه وسلې او تجهیزات چې په افغانستان کې له امریکایي ځواکونو پاتې شوي، پر نورو اړخونو پلورلي دي. ویل کېږي چې دغه…

غړي

مجاهد «د طالبانو بیا راستنېدنه» کتاب د لیکوال څرګندونې رد کړې

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د حسن عباس په نامه د هغه لیکوال څرګندونې رد کړې چې وايي، د افغانستان اسلامي امارت استقلال نه لري او ګواکې کړه وړه يې د کوم بل هېواد د استخباراتي او نظامي چارواکو تر څار لاندې دي.

غړي

مجاهد: هېوادونه باید د خپلو هغو اتباعو مخه ونیسي چې افغانستان ته د ورانکارو کړنو لپاره د راتګ هڅه کوي

اسلامي امارت د روسیې دفاع وزیر د څرګندونو په غبرګون کې وایي، چاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي او له نورو په تېره د سیمې له هېوادونو تمه لري، د خپلو هغو وګړو مخه ونیسي چې افغانستان ته د ورانکارو کړنو لپاره د داخلېدو هڅه کوي.

غړي

مجاهد: هڅه کوو د ملت د قربانیو ثمره ضایع نشي

اسلامي امارت د غويي اوومه توره او د غويي اتمه د هېواد د ازادۍ ورځ بولي او زياتوي، دا چې افغانستان له «امریکایي اشغاله» آزاد شوی، هڅه کوي څو د دې ولس د لسګونه کلونو…

غړي

مجاهد د ویانا غونډې غبرګون کې؛ چا ته فرصت نه ورکول کېږي افغانستان ته سرخوږی جوړ کړي

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د ویانا غونډې اعلامیې په غبرګون کې ویلي، د افغانستان دننه یو نظام او ثبات موجود دی او هغه څېرې چې له هېواد بهر دي، نه افغانستان ته سرخوږی جوړولای شي او نه هم څوک فرصت ورکوي.

غړي

مجاهد: ځیني لوی هېوادونه نه خپله موږ سره تعامل کوي او نه هم نور هېوادونه پرېږدي

د افغانستان اسلامي امارت وياند ذبيح‌الله مجاهد وایي، ځيني لوی هېوادونه د خپلو ناسمو پاليسيو له امله پخپله هم له دوی سره تعامل ته نه دي چمتوی شوي او نور هېوادونه هم له دې چارې منع کوي.

نور راپورونه