Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د کورنیو چارو وزارت وايي چې پولیسو په خوست ولایت کې په غیرقانونی توګه د شنو ونو وهلو په تور پنځه کسان نیولي دي.
د راپورونو له مخې، د افغانستان د ولسي جرګې پخوانی غړی عبدالظاهر قدیر په کینیا کې نیول شوی او امریکا له هغه هېواده غوښتي چې ور ویې سپاري.
د کونړ امنیه قومانداني وایي، وړمه ورځ د دغه ولایت په شیګل ولسوالۍ کې د دوو تنو د لفظي شخړې پر مهال، د درېیمګړي سیلاني د ډزو له امله، دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی چې په تړاو یې ۱۶ کسان نیول شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت وايي چې دوه برېتانویان، یو امریکایيالاصله چیني او یو افغان همکار یې د «ځینو ملاحظاتو» پر بنسټ نیول شوي او د دې موضوع د حل لپاره هڅې روانې دي.
د کورنیو چارو وزارت وایي، د کابل ښار اوومې امنیتي حوزې مربوطاتو کې د انسانتښتوونکو یوه شپږکسیزه ډله نیول شوې او دوه کسان یې له منګولو ژغورل شوي دي.
د بښنې نړۍوال سازمان یو ځل بیا له پاکستانه غوښتي چې نړۍوالو قوانینو ته باید ژمن پاتې شي او د افغان پناهغوښتونکو ځورول او نیول ودروي.
کورنیو چارو وزارت وایي، په هرات ولایت کې یې د غلو د یوې مسلکي ډلې هغه درې غړي نیولي چې یو ۱۷ کلن ځوان یې له تښتولو وروسته وژلی و.
امنیتي سرچینې وايي چې په کابل، ننګرهار او بامیان ولایتونو کې د تقلبي ګاڼو د پلور او جعلي پیسو د لېږد په تور یوولس کسان نیول شوي دي.
د وېنزویلا چارواکي وايي، درې امریکایان، دوه اسپانویان او د چک یو وګړی یې په دغه هېواد کې د بېثباتۍ او توطیې خپرولو په تور له سلګونه میله وسلو سره نیولي دي.
رسنیو راپور ورکړی چې د فرانسې پولیسو د ټيلګرام بنسټګر او اجرایی مدیر پاول دوروف پاریس ته نږدې په هوايي ډګر کې نیولی دی.
ایراني رسنیو د دغه هېواد د البرز ولایت په مرکز کرج ښار کې د داعش ډلې د درېیو غړو او د هغوی د اتو ملګرو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.
کورنیو چارو وزارت وایي، په تېرو شپږو میاشتو کې یې پر نشهيي توکو روږدي ۱۹ زره کسان راټول کړي، ۳۹۴۱ سپکې او درنې وسلې ترلاسه یې کړې او ۳۶۴۵ هکټاره ځمکه یې د کوکنارو له کښته پاکه کړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP