Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د افغانستان المپیک ملي کمېټه وایي چې د تکواندو ملي لوبډلې دوه لوبغاړي د اسیا د اتلولۍ جام سیالیو کې د ګډون په موخه چین ته لاړل.
په چین کې د افغانستان سفیر د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي اړیکو د پراختیا، سوداګریزو، ترانزیټي او قونسلي مسایلو په اړه خبرې کړې دي.
د چین په سوېللوېدیځ کې د سخت ورښت او توپان له امله د ځمکښویېدنې پېښه کې ۱۵ کسان مړه شوي دي.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د افغانستان خصوصي سکټور او د اسلامي امارت د پلاوي په حضور کې د چین د کنمینګ نندارتون له پرانیستلو خبر ورکړی دی.
د راپورونو له مخې، د چین په سوېللوېدیځ کې په یوه هټۍ کې د اورلګېدنې له امله ۱۶ کسان مړه شوي دي.
چین د ۴۰ میلیون یوان په ارزښت د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ته بېلابېل ډول موټر او نور توکي ورکړي او دا د هغې ۱۰۰ میلیون مرستې برخه ده چې ژمنه یې کړې وه.
په کابل کې د چین سفیر د اقتصاد وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې له ګاونډیو هېوادونو د راستنېدونکو افغان کډوالو د ستونزو د حل په موخه د سل میلیون چینایي یوانو مرستې ژمنه وکړه.
د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رييس چې د ورېښمو لارې د څارنې په موخه د يوه ټیم په مشرۍ د کوچني پامیر دره او غجیر سیمې ته تللى وايي، د ورېښمو د تاريخي لارې جوړېدو چارې د چين او افغانستان ترمنځ صفري نقطې ته رسېدلې دي.
په بجینګ کې د افغانستان سفارت وایي، د اقتصاد وزارت د سرپرست په مشرۍ د ا.ا یو پلاوی د ټرانس همالیا نړۍوال فورم څلورمه سرمشریزه کې د ګډون په موخه چې ته ورغلی دی.
د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت وایي، د دغه وزارت سرپرست په کابل کې د چین له سفیر سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانسپورټي اړېکو پر پراختیا خبرې کړي.
په کابل کې د چین سفیر د یوناما له مرستیال مارکس پوتزل سره د دوحې راتلونکې ناستې په اړه خبرې کړې دي.
راپورونه ښيي چې یوه ناپېژنده بریدګر، چين کې د یوه امریکایي پوهنتون څلور استادان په یوه پارک کې په چړو وهلي او روغتون کې بستر شوي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن