د امر بالمعروف، نهې عنالمنکر او د شکایتونو اورېدلو سرپرست وزیر لغمان کې یوې غونډې ته ویلي، دغه وزارت د ښځو د ټولو شرعي حقونو ورکړې ته ژمن دی، هېڅوک حق نه لري ښځې په بدو کې ورکړي او یا یې په نورو شرعي حقونو سترګې پټې کړي.
تېره شپه د اروزګان په دهراوود ولسوالۍ کې یوې کونډې ښځې خپل ورور په ډزو وژلی دی.
نیمروز کې د شکېبا په نوم یوه ښځه چې د دغه ولایت په مرکز زرنج ښار کې یې د عکاسي او فوټوکاپي دوکان جوړ کړی وايي، که ملاتړ یې وشي، خپل کاروبار به پراخ کړي او ډېرې نورې ښځې به پر کار وګوماري.
د افغانستان ستره محکمه وایي، په بلخ ولایت کې یوې ښځې ته ۳۵ دُرې تعزیري سزا ورکړل شوې ده.
غور کې ځينې ښځې وایي، د اقتصادي ستونزو او بېوزلۍ له امله مجبورې دي څو د خپلو کورنیو اعاشې برابرولو لپاره شاقه کارونه وکړي چې له امله یې د ملا پر درد اخته شوې او د خپلې درملنې وس نه لري.
دایکنډي کې یو شمېر ښځې چې په انلاین ډول یې د ارایشي محصولاتو پلور ته مخه کړې، وایي، توانېدلې چې له دې لارې د خپلو کورنیو لګښتونه پوره کړي.
د سمنګان امنیتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په خلم ولسوالۍ کې یو کس چې تېره شپه یې خپله مېرمن وژلې ده، نیول شوی دی.
ستره محکمه وايي، هرات کې پر یوې ښځې د تعزیري سزا حکم تطبیق شو.
جوزجان کې یوه نجلۍ چې د خیاطۍ یوې کارګاه په جوړولو یې څه باندې ۱۰۰ ښځو ته د کار زمینه برابره کړې، وايي، د خپل کار پراختیا لپاره هڅه کوي څو سل نورو ښځو ته هم د کار زمینه برابره کړي.
د غزني امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په خواجهعمري ولسوالي کې د یوې ښځي مړی موندل شوی دی.
هرات کې یو شمېر هغه ښځې چې انلاین سوداګرۍ ته یې مخه کړې وایي، انلاین پلورنځي د یوې نوې پدیدې په توګه کولی شي د کاروبار بازار غوړېدا کې اغېزناک وي او باید هغه ښځې چې په دې برخې کې فعالیت کوي، وروزل شي.
د بغلان په فرینګ او مرکزي بغلان ولسوالیو کې له ۲۰۰ بېوزله مېرمنو سره د خیاطۍ د ماشینونو او ۱۸ قلمه نور توکو مرسته شوې ده