ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې ډېرې مېرمنې خپل لګښتونه د مالدارۍ محصولاتو له لارې پوره کوي

لوګر کې ډېرې مېرمنې خپل لګښتونه د مالدارۍ محصولاتو له لارې پوره کوي

author avatar
9 Apr 2023 - 15:43
لوګر کې ډېرې مېرمنې خپل لګښتونه د مالدارۍ محصولاتو له لارې پوره کوي
author avatar
9 Apr 2023 - 15:43

پل‌علم (پژواک، ۲۰ وری ۱۴۰۲): په دې وروستیو کې د لوګر په مرکز او ولسوالیو کې مالدارۍ وده کړې او ګڼ شمېر مېرمنې د خپلو کورنیو ورځنۍ اړتیاوې د مالدارۍ محصولاتو د پلور له لارې پوره کوي.

کریمه د دغه ولایت د بره‌کي برک ولسوالۍ هغه اوسېدونکې ده چې له ډېرو کلونو راهیسې لوی او واړه څاروي ساتي، شیدې يې پلوري او له دې لارې د خپلې کورنۍ اقتصادي اړتیاوې پوره کوي.

نوموړې پژواک خبري اژانس ته وویل، په کور کې دوه وطنۍ غواګانې لري او هره ورځ تر ۳۰ کیلوګرام شیدې ورڅخه ترلاسه کوي او بازار ته یې عرضه کوي.

هغه له نورو مېرمنو هم غواړي چې د وزګارتیا پر ځای دې مالدارۍ ته مخه کړي څو وکولای شي هم بوختې و اوسي او هم یې د کورنیو اقتصاد پياوړی شي.

دا زیاتوي: «زما په ګډون ډېرې مېرمنې د غواګانو ساتنه او پالنه کوو چې له محصولاتو یې په کور کې ګټه اخلو او اضافه یې بازار ته د خرڅلاو لپاره وړاندې کوو، له دې لارې د خپلو کورنیو چارې سمبالوو.»

په لوګر کې د کرنې او مالدارۍ برخې څېړونکې نسرین پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ولایت ډېری اوسېدونکي پر کرنه او مالدارۍ بوخت دي او د نارینه وو ترڅنګ مېرمنو هم دې برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی.

هغه وایي، که د لوګر ښځينه مالدارو او کروندګرو ته د کرنې او لبنیاتو د تولید ساتنې او بازارموندنې په برخه کې روزنه ورکړل شي، نو حاصلات او بازار به یې دوه برابره شي.

له دې سره د لوګر د کرنې او مالدارۍ ریاست مرستیال محمدرفیع ابراهیمي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د پخوا په پرتله د لوګر مالدارۍ پرمختګ کړی؛ ځکه هره ورځ له درې زره نیولی تر پنځه زره لېتره پورې د پروسس لپاره کابل ته لېږدول کېږي.

ابراهیمي وایي، په لوګر کې ډېری بېوزله کورنۍ، په ځانګړې توګه مېرمنې د شیدو لپاره لوی او واړه څاروي ساتي او په لاس ته ورتلونکې ګټه یې ورځنۍ چارې سمبالوي.

دی زیاتوي: «لبنیات په لوګر کې رښتیا هم بېوزله کورنیو، په ځانګړې توګه د مېرمنو په ژوند کې ځانګړی بدلون راوستلی او په دې برخه کې د کرنې او مالدارې وزارت له لوري له مالدارو سره ډول ډول مرستې شوې خو بیا هم بسنه نه کوي، موږ په دې تکل کې یو چې دې چارې ته پرمختګ ورکړو.»

د لوګر د کرنې او مالدارۍ ریاست معلوماتو له مخې، اوس مهال مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې مالدارانو ۱۲۵زره غواګانې ساتلې او له دې لارې هره ورځ زرګونه کیلو شیدې بازار ته د خرڅلاو په موخه وړاندې کوي.

Visits: 238

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.