د کونړ سرکاڼو ولسوالۍ اړوند د بحراباد او شونکړۍ سیمو یو شمېر اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته له نه لاسرسي شکایت کوي او له حکومته غواړي چې دغه ستونزه یې ور هواره کړي.
کونړ کې د وړمې شپې سېلابونو له امله زیانمن شوي خلک له حکومته د مرستې غوښتنه کوي.
د کونړ ناړۍ ولسوالۍ مسوولین وايي، له تېرې ورځې راهیسې په سیند کې د اوبو زیاتېدو له امله له مرکز سره د دوی لار بنده شوې ده.
کونړ کې مسوولین وايي، د دغه ولایت په مرکز او اوو ولسوالیو کې د ملګرو ملتونو کډوالۍ سازمان (یواېناېچسيار) په مالي ملاتړ زرو کسانو ته د پيسو په بدل کې د یوې میاشتې لپاره د کار زمینه برابره شوه.
د کونړ وټهپور ولسوالۍ اړوند د څپري سیمې یو شمېر اوسېدونکي وايي چې هیڅ ډول روغتيايي اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري.
د کونړ عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت په مرکز او ځینو ولسوالیو کې یو شمېر کورنۍ نه غواړي چې ماشومانو ته یې د ګوزڼ واکسین تطبیق شي.
اسعداباد (پژواک، ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۲): کونړ کې مسوولین وايي، تېره شپه په دغه ولایت او نورستان کې سېلابونه راوتلي چې له امله یې دوه کسان
د کونړ ولایت وټهپورې ولسوالۍ د میدان سیمې خلک وايي، له کلونو راهیسې یې ماشومان له زدهکړو بې برخې دي او له حکومته غواړي چې د زدهکړو زمینه ورته برابره کړي.
د کونړ د وټهپور ولسوالۍ اړوند د «دهوز» سیمې خلک چې د موټرو تګ راتګ لپاره هېڅ لار نه لري، اوس یې د یوه عمومي اشر په پیلولو سره په خپل شخصي لګښت د ۲۵ کیلومټره سړک جوړولو چارې پیل کړې دي.
کونړ کې مسوولین او خلک وایي چې د دغه ولایت د ماڼوګۍ ولسوالۍ د کړنګل او سندرۍ په ځنګلونو کې لګېدلی اور په پراخېدو دی او دوی يې د مهارولو توان نه لري.
اسعداباد (پژواک، ۳ چنګاښ ۱۴۰۲): د کونړ ولایت مسوولین وایي، نن سهار شاوخوا ۷ بجې د دغه ولایت د ماڼوګي ولسوالۍ اړوند د کړنګل او
د کونړ یو شمېر اوسېدونکي له حکومته غواړي چې د دغه ولایت د سیند دواړو غاړو ته د استنادي دېوال پروژې پاتې چارې دې بشپړې کړي.