ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کونړ کې تېر مالي کال د ۱۴۷ پروژو چارې بشپړې شوي

کونړ کې تېر مالي کال د ۱۴۷ پروژو چارې بشپړې شوي

author avatar
10 Feb 2021 - 18:24
کونړ کې تېر مالي کال د ۱۴۷ پروژو چارې بشپړې شوي
author avatar
10 Feb 2021 - 18:24

اسعداباد (پژواک ۲۲ سلواغه ۹۹): د کونړ والي وايي، په ډې ولايت کې په سږکال مالي کال کې د ۳،۲ میليارد افغانيو په ارزښت ۳۲۰ پرمختيايي پروژې بشپړې او يا کار ورباندې روان دی.

دغه مطلب والي محمد اقبال سعيد د ۱۳۹۹ کال د حساب ورکولو په غونډه کې بیان کړ او ويې ويل، چې دغه پروژې د پوهنې، کرنې او مالدارۍ، روغتيا، کليو بیارغونې، سينديزې فرعي حوزې، ښار جوړونې، فوايد عامې او ښاروالۍ رياستونو په برخو کې عملي شوې دي.

ده زياته کړه، له دغو پروژو څخه ۱۴۷ چارې بشپړې شوي او پر ۱۷۳ کار روان دی.

د هغه په وينا، دوی د عادي بوديجې ۹۷،۶۴ سلنه مصرف کړې او هم يې په همدې موده کې ۱۸۲ ميليونه افغانۍ عوايد راټول کړي چې له ورکړل شوي هدف څخه ۴۲ ميليونه افغانس زيات راټول شوي او د حکومت خزانې ته تحويل شوې دي.

د کونړ والي وويل، په ۱۳۹۹ مالي کال کې د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې ۱۲۳ د دولت وسله وال مخالفين وژل شوي، ۲۱۷ ټپیان شوي، ۶۱ تنه له وسله والو سره د اړيکو او ترهګريزو فعاليتونو په تور نيول شوي او همداراز د داعش او طالبانو ۱۳۲ تنه حکومت له خپلو سپکو او درنو وسلو سره تسلیم شوي دي.

سعيد زياته کړه، د دولت د حاکميت په ساحو کې د لرګيو د قاچاق، د کانونو ناقانونه استخراج او د لسګونو کيلوګرامه نشه يي توکو د قاچاق مخه نيول شوې ده.

د ولايتي شورا مشر ولايت خان بیا د روغتيا او بیارغونې پر سکتورونو نيوکه وکړه چې د دوی په چارو کې ستونزې شته او بايد اصلاح يې کړي.

د مرکز اسعداباد يوه اوسېدونکي احسان الله وويل، تېر کال په کونړ کې په ميلياردونه افغانۍ مصرف شوي، خو د دوی سرکونه لا هم خرابه دي، په روغتونونو کې درمل نشته، د مناګي برېښنا بند کارونه پاتې دي، د مرکز برېښناکوټ ترميم نه شو، نه پوهېږو چې دا دومره ډېرې پيسې په څه شي مصرف شوي دي.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.