ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کونړ د ځوانانو مدني ټولنې د نظارت له امله په پروژو کې د فساد مخه نيول شوې

د کونړ د ځوانانو مدني ټولنې د نظارت له امله په پروژو کې د فساد مخه نيول شوې

author avatar
8 Dec 2020 - 09:01
د کونړ د ځوانانو مدني ټولنې د نظارت له امله په پروژو کې د فساد مخه نيول شوې
author avatar
8 Dec 2020 - 09:01

کابل (پژواک، ١۸ ليندۍ ٩٩) : په کونړ ولايت کې د ځنوانانو مدني ټولنه وايي چې له فساد سره د مبارزې په موخه يې د بېلا بېلو پروژو نظارت او څارنه کړې چې له امله يې د نيمګړو پروژو کارونه بشپړ او د فساد مخه يې نيولې ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) او د ډنمارک سفارت په ملاتړ د کونړ د ځوانانو مدني ټولنې (KPYCS)  په دغه ولايت کې د فساد پر ضد مبارزه کې ځينې ستونزې په ډاګه او بيا يې هوارې کړې دي.

دغې ټولنې معلوماتو ته د لاسرسي او فساد پر ضد د مبارزې په اړه د خپلو فعاليتونو او کارونو يوه راپور پژواک خبري اژانس ته رالېږلى دى.

په دغه راپور کې راغلي: ” د ځوانانو مدني ټولنې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون او د هغه د تطبیق ډول د ګردي مېزونو او بحثونو له لارې د مدني ټولنې غړو او ژورنالېستانو سره بحث کړ. ”

په راپور کې راغلي، د دې بحث ګډونوالو په ډاګه کړه چې دولتي ادارې، خلکو او په ځانګړي ډول ژورنالېستانو ته اطلاعات نه ورکوي، تر دې پورې چې ځينې مسوولين له دغه قانون څخه خبرهم نه دي.

د يادې ټولنې مشر شعيب غروال وايي، د کونړ ولایت د ځوانانو مدني ټولنې په ۱۲ولسوالیو کې د روڼتیا او حساب ورکولو په برخه کې کار وکړ او چارواکي یې وهڅول چې خلکو ته خپل راپورونه وړاندې کړي.

د سرچينې په وينا، خلکو  د لومړي ځل لپاره په ولسوالیو کې دا جرئت وکړ چې له خپلو مسوولینو څخه مخامخ پوښتنې وکړي.

په دغه راپور کې زياته شوې، د کونړولایت د ځوانانو مدني ټولنې په ۱۲ ولسوالیو کې د ډله يیز نظارت کمېټې جوړې کړې او هغوی ته یې د نظارت په اړه روزنه ورکړه، دغو کمېټو په ځینو ولسوالیو کې د فساد مخه ونیوله او په پروژه کې شته ستونزې یې هوارې کړې.

 د کانال په کانکريټ کې فساد:

شعيب غروال وايي، د نورګل په کانال کې چې په کانکریټ کې باید له ۷ سانتی تر۲۰ سانتي پورې تیږه کارېدلې وای، خو د پروژې مسوولینو ډېرې لویې لویې ډبرې کانکریټ ته اچولې وې چې د ولسوالیو د مسوولینو او د ولس له بېلا بېلو استازو څخه د نظارت جوړې شوې کمېټې ترې څار وکړ.

د هغه په وينا، د دې نظارت او شکايت په پايله کې د پروژې مسوولينو له کانکريټ څخه لویې تیږې بېرته را وايستې، د پروژې مسوول بښنه وغوښتنه او ويې ويل چې دا کار به بیا نه تکرارېږي.

ده زياته کړه، يادې پروژې ته د کمېټې په استازیتوب یوتن ور وپېژندل شو، ترڅو ترمازدیګره د پروژې د کانګریټ له  اچولو څخه څارنه وکړي.

 د يوه جومات په جوړولو کې فساد:

د کونړ د ځوانانو مدني ټولنې مشر شعيب غروال دغه راز وايي چې د سرکاڼو ولسوالۍ د نظارت کمېټې له يوه جومات څخه د تعقیبي څار په جریان کې مسوولینو هغه پایې بېرته ونړولې چې سمې کانکریټ شوې نه وې او په پایو کې سیخونه ښکارېدل.

 د پيازو د ساتنې پروژه کې فساد:

د کونړ ځوانانو ټولنې په ياد راپور کې راغلي چې په شیګل ولسوالۍ کې د پیازو ساتنې له یوې وړې پروژې څخه د څارنې په جریان کې معلومه شوه چې د دغې پروژې کار له څو میاشتو څخه په ټپه ولاړ و او بزګر چې په پروژه کې سهم داروو ورته پیسې نه وې ورکړل شوې.

سرچينې زياته کړې، تر څارنې وروسته د کرنې ریاست بزګر ته پیسې حواله او د پروژې پاتې کار پیل شو.

 د اوبو رسولو پروژه کې فساد:

د يادې ټولنې په کاري راپور کې راغلي چې په خاص کونړ ولسوالی کې د اوبو رسولو سولري پروژه کې هم د نظارت د کمېټې په همکارۍ د فساد مخه ونیول شوه.

سرچينې زياته کړې، د نظارت کمېټې هغه کوهی متر کړ چې پهBQ  کې ۳۰متره و او ایستل شوی۲۰متره و او پایپونه هم ورته ښکته او کار یې خلاص شوی و.

په راپور کې راغلي چې تر نظارت وروسته د شرکت مسوول خپله پړه ومنله او ويې ویل چې دغه کوهى به په لاسي ماشین تر۳۰مترو پورې ورسوي.

 د کلينيکونو په جوړولو کې فساد:

د کونړولایت د ځوانانو مدني ټولنې په راپور کې راغلي چې د دوى د يوه څېړنيز راپور په مرسته د کلينيکونو په ترميم کې د فساد مخه ونيول شوه.

سرچينې زياته کړې چې په پنځو کلينيکونو کې د ترميم لپاره له مستوفيت څخه درې ميليونه افغانۍ ايستل شوې وې، خو يو سلنه کار هم نه و شوى. چې تر ياد څېړنيز راپور وروسته د شرکت مسوول د کلینيکونو پر ترمیم لاس پورې کړ او اوس یې کار جریان لري.

د ډسمبر په۹مه له فساد سره د مبارزې نړیواله ورځ ده. له فساد سره جګړه اوس یوه نړیواله پدیده بلل کېږي، په داسې حال کې چې فساد هر هېواد اغېزمنوي، خو اسناد ښیي چې بېوزله خلک له دې پدیدې ډېر زیانمنېږي.

فساد د پراختیايي موخو لپاره یو لوی خنډ رامنځته کړی، د ډیموکراسۍ او قانون پلي کېدو پر وړاندې ګواښ دی، د انساني حقونو د ترپښو لاندې کېدو ته لار هواروي، سوداګریز بازارونه او د ژوند کیفیت له منځه وړي. همدارنګه جرمونو ته لار برابروي او د انسان د ژوندانه مصئونیت ته خطر پېښوي. دغه راز فساد بې ثباتي او فقر ډېروي او د حساسو هېوادونو په ړنګېدو کې اساسي رول لوبوي.

Visits: 9

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.