ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امنيه قوماندان: په کونړ کې ١٣ وسله والې ډلې فعاليت لري

امنيه قوماندان: په کونړ کې ١٣ وسله والې ډلې فعاليت لري

author avatar
19 Jan 2021 - 14:16
امنيه قوماندان: په کونړ کې ١٣ وسله والې ډلې فعاليت لري
author avatar
19 Jan 2021 - 14:16

اسعداباد (پژواک، ٣٠ مرغومى ٩٩): د کونړ امنيه قوماندان وايي چې په دغه ولايت کې ١٣ وسله والې ډلې موجودې دي، خو تر اوسه يې يوه ډله هم نه ده توانېدلې چې د امنيتي ځواکونو يوه پوسته هم ونيسي.

د کونړ امنيه قوماندان سمونوال محمد یوسف مظلومیار دغه څرګندونې د مرغومي په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته کړې دي.

هغه وويل چې له تېرو درېیو میاشتو راهيسې يې په کونړ کې ۱۵۶ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې، په دغه ولایت کې يې وسله وال طالبان ځپلي او د هغوی د شومو اهدافو مخنیوی يې کړی دى.

مظلومیار زياتوي چې کونړ هم لکه د هېواد نورو ولايتونو په څېر وخت ناوخت له امنیتي ګواښونو سره مخ وي، وسله وال مخالفین غواړي چې ځینو ولسواليو ته سقوط ورکړي، خو دوى د وسله والو دغه پلانونه شنډ کړي دي.

امنیه قوماندان وويل چې د کونړ د مرکز ټولې لارې له ولسوالیو سره وصل او د ترافیکو پر مخ خلاصې دي.

ده په خبره چې د اسمار، غازي اباد او غازي اباد او ناړۍ ولسوالیو لارې له تېرو لسو کلونو راهيسې د  امنیتي ستونزو شاهدې وې، خو له څه وخت را په دېخوا یې د دې لارو په اوږدو کې امنیتي پوستې جوړې کړې چې تر ډېره یې د دغو لارو امنیتي وضعیت ښه کړى او په نږدې راتلونکي کې به دغه لار په بشپړه توګه امنیت شي.

نوموړى وايي، په کونړ کې تر ۱۳ پورې وسله والې ډلې موجودې دي چې دوى ورسره تل په جګړو بوخت وي، خو یوه ډله هم تر اوسه پر دې نه ده توانېدلې چې د افغان ځواکونو یوه پوسته هم ونیسي.

خو مظلوميار د يادو ١٣ ډلو په اړه چې په کومو نومونو، کومو ساحو او د چا په مشرۍ فعاليت کوي، معلومات په ډاګه نه کړل.

د قوماندان په خبره، په کونړ کې سيمه ييز پولیس د امنیت په ټينګښت کې ډېر ګټور ثابت شوي وو، خو د کورنیو چارو وزارت د پرېکړې پر اساس يې تشـــکیل له منځه تللی چې اوس په ملي پولیسو او سيمه ييزه اردو بدل شوي.

ده زیاته کړه، په نهو ولسوالیو ( نورګل، سرکاڼو، شيګل، شلطن، اسمار، دانګام، وټه پور، چپه دره او مرکز اسعداباد) کې سيمه ييز پولیس په ملي پولیسو او پنځو ولسواليو (څوکۍ، خاص کونړ، نرنګ، مروره، ناړۍ او غازي اباد) کې په سيمه ييزه اردو تبدیل شوي دي.

هغه د لوړپوړو امنیتي چارواکو دا پرېکړه پر ځای وبلله او زیاته یې کړه چې له دې سره به دغه ځواکونه لا مسلکي، ښه تجهیز او تر پخوا غښتلي شي.

نوموړي دا هم وویل چې پخواني سيمه ييز پولیس چې اوس په ملي پولیسو او سيمه ييزه اردو بدل شوي، د پخوا په پرتله یې تشکیل کم شوی، خو نور افسران یې زیات شوي او مسلکي خلک يې ورته ګومارلي څو پخواني ځواکونه ښه وروزي.

مظلوميار وايي چې د مرکز اسعداباد ښار د ښه امنیت په موخه یوه نوې امنیتي حوزه منظور شوې چې په دې سره به د اسعداباد ښار امنیت نور هم ښه شي.

د قوماندان په خبره، له تېرو درېیو میاشتو راهیسې يې ۱۲۴ لوی او واړه عملیات کړي چې وسله والو ته يې د سر درانه زیانونه اړولي دي .

د ده په وينا، له تېرو درېیو میاشتو راهيسې په کونړ کې ۶۸ وسله وال مخالفین وژل شوي، ۸۸ یې ټپیان کړي، همدارنګه په دې موده کې اته کسان يې له افغان امنیتي ځواکونو سره په خپله خوښه یوځای شوي او پنځه نور بیا د جګړې پرمهال ژوندي نیول شوي .

مظلومیار وايي چې اوس هم د ډیورنډ فرضي کرښې له هغې غاړې کله ناکله د پاکستاني پوځیانو له خوا د کونړ پر هغو ولسوالیو چې د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پرتې دي، توغندي را توغول کېږي چې ولسي خلکو ته په کې مرګ ژوبله اوړي.

امنیه قوماندان زیاتوي چې په کونړ کې د داعش وسله واله ډله پوره ځپل شوې، داعش ډله دلته هیڅ فعالیت نه لري او که کوم غړي يې پاتې هم وي، فعالت يې نه ليدل کېږي.

د مرکې په پاى کې امنيه قوماندان وويل چې په کونړ کې خلک له افغان ملي او دفاعي ځواکونو سره کلک ملاتړي دي او په ټولو وظایفو او عملیاتو کې له دوى سره مرسته کوي.

 

Visits: 300

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.