ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کونړ کې د کارموندنې پروګرام پيل شو

کونړ کې د کارموندنې پروګرام پيل شو

author avatar
13 Jan 2021 - 09:25
کونړ کې د کارموندنې پروګرام پيل شو
author avatar
13 Jan 2021 - 09:25

اسعد اباد (پژوک، ٢٤ مرغومى ٩٩): په کونړ ولايت کې د ٣٣٤ ميليونه افغانيو په لګښت د کارموندنې پروګرام پيل شو.

د کونړ والي محمد اقبال سعید د دغه پروګرام په پيل کې وويل چې د کارموندنې پروګرام د دولت له هغو پروګرامونو دی چې له مخې یې راستنېدونکو، داخلي بېځایه شوو او مېشتو خلکو ته رسېدنه کوي.

هغه د یاد پروګرام پیل د کونړ خلکو، په ځانګړې توګه د اسعد اباد ښاریانو لپاره ښه زیری وباله او له ټولو یې وغوښتل چې د ښه تطبیق لپاره یې لاس یو کړي.

د کارموندنې پروګرام عملیاتي مسوول عبدالباري احمدزي ياد پروګرام د ښار پرمختګ او ښاریانو ته د بوختیاوو رامنځته کولو لپاره مهم وباله او د ښه تطبیق په برخه کې یې پر ګډو همکاریو ټینګار وکړ.

د اسعد اباد ښاروال جواز باز وايي، ياد پروګرام د ښار په څلورو ناحیو کې د ۵۰ شوراګانو او ګذرونو له خوا پر مخ وړل کېږي چې د ښار انکشاف ترڅنګ به خلکو ته کاري فرصتونه رامنځته او د دوی په خوښه به ګټورې پروژې تطبیق شي.

د ولسي جرګې غړي جاوېد ساپي، ولایتي شورا منشي جمال الدین سیار، د ښاروالۍ مشورتي بورډ مرستیال، اجرائیه ریاست پخواني سلاکار نصرالله ساپي او نورو ویناوالو د ياد پروګرام پیل د کاري فرصتونو، رغونې او ښاري انکشاف په برخو کې ګټور وباله او په دغه ولایت کې یې د ورته نورو ګټورو پروژو د تطبیق غوښتنه وکړه.

Visits: 25

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.