ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کونړ کې د ۹۱ ميليونه افغانيو په لګښت د لمريزې برېښنا څلور پروژې بشړې شوې

کونړ کې د ۹۱ ميليونه افغانيو په لګښت د لمريزې برېښنا څلور پروژې بشړې شوې

author avatar
9 Feb 2021 - 15:47
کونړ کې د ۹۱ ميليونه افغانيو په لګښت د لمريزې برېښنا څلور پروژې بشړې شوې
author avatar
9 Feb 2021 - 15:47

اسعد اباد (پژواک، ٢١ سلواغه ٩٩): د کونړ په نرنګ، سرکاڼو او مرورې ولسوالیو کې د لمریزې برېښنا څلور پروژې بشپړې شوې چې په وسیله به یې ۴۰۰۰ جريبه للمي ځمکه خړوب شي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت مرستیال حشمت الله غفوري د سلواغې په ٢١مه د دې پروژو پرانيستې پر مهال وويل چې  د روان مالي کال په اوږدو کې به په کونړ ولایت کې د ۳۸۰ میلیونه افغانیو په لګښت د لمريزې برېښنا نورې پروژې هم پلې شي.

د کونړ والي محمد اقبال سعيد وايي، هغه ځمکې چې د اوبو له کچې لوړې او له کلونو راهيسې وچې او للمي پاتې دي، له دې پروژو به خړوبې شي.

نوموړي زیاته کړه، د دې ځمکو په خړوبولو سره به د یادو ولسوالیو او په ټوله کې د کونړ خلکو په اقتصاد کې پرمختګ راشي.

سعید د دغو پروژو په بشپړېدو سره د ځمکوالو اقتصادي ودې او ځان بسیاينې په برخه کې مهم ګام وباله او ويې ويل چې په دې سره به کرنيز سکتور پياوړى شي.

والي د کرنې او مالدارۍ له وزارته غوښتنه وکړه چې په دې برخه کې نورې همکارۍ وکړي.

د سرکاڼو ولسوالۍ يوه اوسېدونکي شاه زمان خان پژواک ته وويل چې له دې پروژو به يې وچ ډاګونه خړوب شي او حاصلات به ترلاسه کړي.

هغه وايي: ((پخوا دا ډاګونه خرابه پراته وو، اوس به په کې هر ډول ترکارۍ وکرو.))

Views: 26

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.