Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
له ګاونډيو هېوادونو راستنېدونکو کډوالو ته د ځمکې ورکولو کمېټې مسوولين وايي، د هېواد یو شمېر ولايتونو کې هغو راستنو شوو ته ۲۰۰ زره نومرې ځانګړې شوې چې سرپناه نه لري.
د ننګرهار د کډوالو چارو رياست وايي، اسلامي امارت په پلان کې لري چې له پاکستانه په زور را ايستل شوو هېوادوالو ته د کورونو او ځمکو ورکولو زمينه برابره کړي.
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري له پاکستانه راستنېدونکو کډوالو ته د هرکلي په موخه د «رنګين ماښام» تر سرلیک لاندې مشاعره جوړه شوه.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو نړۍوال سازمان مسوولين وايي، د دغه سازمان تر چتر لاندې د کډوالو ادارو په تېرو شاوخوا دوو مياشتو کې له ۱۴۰ زره راستنو شوو کډوالو سره مرستې کړې دي.
د کډوالو چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري په یوه راپور کې ویلي چې د ژمي په درشل کې له پاکستانه د کډوالو ایستل به په افغانستان کې بشري ناورین لا ډېر کړي.
د کابل امنیه قومانداني وايي، د رییسالوزراء ملا محمدحسن اخند د حکم پر اساس، له پاکستانه راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره د کابل په شمالي ترمینل کې لنډمهال کمپ جوړ شوی دی.
د ناروې بهرنیو چارو وزارت له پاکستانه د افغان کډوالو په لویه کچه ایستلو او د هغوی پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړې ده.
د هلمند ځایي مسوولین وايي، د دغه ولایت بهرامچې ولسوالۍ کې نن له پاکستانه د راستنو شوو افغان کډوالو لپاره د لنډمهاله کمپ جوړېدو چارې پيل شوې.
له پاکستانه د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شوي يو شمېر کډوال وايي چې پاکستاني نظاميانو ترې په تورخم او ځينو نورو سيمو کې په زور پيسې اخيستې دي.
تورخم ښارګوټي ته څېرمه د کډوالو په دويم پڼډغالي کې له پاکستانه راستنېدونکو افغانانو لپاره په پاخه ډول د ۷۰ کورونو جوړېدو چارې پيل شوې.
ترینکوټ (پژواک، ۱۵ لړم ۱۴۰۲): د اروزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې له پاکستانه د را ایستل شوو افغان کډوالو لپاره د لنډمهال کمپ جوړولو
د کډوالو چارو سرپرست وزير خليلالرحمن حقاني وايي، له هغه وروسته چې له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستنې لړۍ پيل شوې، تر اوسه څه باندې ۳۰۰ زره کډوال راستانه شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP