د اروزګان په مرکز ترینکوټ ښار کې د نږدې ۲۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت یو روغتیایي مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د اروزګان د ګېزاب ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي له حکومته غوښتنه کوي چې مرکز ترینکوټ ته د دې ولسوالۍ غځېدلې لار په اساسي ډول ورغوي.
د کورنیو چارو وزارت پلاوي اروزګان کې خلکو ته ۱۵ ورځې وخت ورکړی څو د ژورو څاګانو سرونه پټ کړي او که څوک په دې موده کې دغه کار عملي نه کړي، له قانوني چلند سره به مخ شي.
اروزګان کې یو شمېر هغه کروندګر چې سږ کال یې پر خپلو ځمکو خټکي او هندواڼې کرلي، له حکومته خپلو محصولاتو ته د بازار غوښتنه کوي.
د اروزګان ځایي مسوولین وایي چې د خلکو، په ځانګړې توګه د ماشومانو د ژوند خوندیتوب په موخه یې په دغه ولایت کې د ژورو څاګانو د سرونو پټولو او له هغو د دېوالونو راچاپېرولو لړۍ پیل کړې ده.
اروزګان کې د قانوني پلي کېدو لپاره د دولتي ادارو ګډه کمېټه جوړه شوه او نن یې فعالیت پیل کړ.
د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، په اروزګان ولایت کې د آغاجان بند د تفصیلي ډېزاین او امکان سنجي مطالعې د ترسره کولو چارې پیل شوې.
اروزګان ولایت کې د یوې غونډې ګډونوالو له حکومتي او غیرحکومتي ادارو وغوښتل چې ځوانانو ته د کاري زمینو برابرولو ته لومړیتوب ورکړي او د ګومارنې پرمهال د اړیکو پرځای وړتیا په پام کې ونیسي.
د اروزګان په مرکز ترینکوټ ښار کې د دوولس لوبډلو ترمنځ د والیبال ۲۵ ورځنۍ سیالۍ نن د «مرکزي الف» لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
تېره شپه د اروزګان په دهراوود ولسوالۍ کې یوې کونډې ښځې خپل ورور په ډزو وژلی دی.
د اروزګان د مرکز ترینکوټ ښار په بېلابېلو سیمو کې نن د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له لوري د یوه چکډیم په ګډون د څلورو پروژو چارې پيل شوې.
د اروزګان د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت په کچه یې د بېړنیو ناروغانو لېږدولو په موخه د لومړي ځل لپاره د امبولانس خدمتونه پیل کړي دي.