Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د خوست شيخ زايد پوهنتون يو شمېر استادانو په بېلابېلو دولتي سکټورونو کې د ستونزو د تشخيص او حل په موخه علمي څېړنې ترسره کړې دي.
کابل کې د چین سفیر د لوړو زدهکړو وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي چې هېواد یې د افغانستان ځمکنۍ بشپړتيا ته درناوى کوي او د تحصیلي بنسټونو د استادانو ظرفیت لوړونې برخه کې همکارۍ چمتو دی.
د لوړو زدهکړو وزارت وايي، له دې وروسته به په افغانستان کې دننه د دولتي پوهنتونونو د استادانو د ماسټرۍ او دکتورا لګښت د دغه وزارت له بودجې ورکول کېږي.
د لوړو زدهکړو سرپرست وزیر وایي، بېلابېلو هېوادونو ته یې پلاوي استولي څو تللي افغان استادان بېرته هېواد ته رادعوت کړي.
د یونسکو سازمان تعلیمي څانګې مشر ویلي، دغه سازمان لېوال دی چې د افغانستان د لوړو زدهکړو له وزارت سره د استادانو د وړتیاوو لوړولو او نورو برخو کې همکاري وکړي.
د ننګرهار، کندهار او هلمند پوهنتونونو یو شمېر محصلین ادعا کوي، ځیني استادان محصلینو ته چانسونه او یا ډېرې کمې نومرې ورکوي چې له دې سره محصلین له تحصیلي بورسونو او کادري ازموینو پاتې کېږي.
د لوړو زدهکړو وزارت وایي، د پوهنتون د استادانو میاشتنۍ تنخواګانې علمي رتبو ته په پام له ۳۶ تر ۵۴ سلنې لوړې شوې دي.
په بلخ کې د روغتیایي زدهکړو انسټیټیوټ مسوولین وایي، دغه انسټیټیوټ د استادانو له کمښت سره مخ دی او زدهکوونکي یې د ځینو مضامینو له تدريسه بېبرخې دي.
د پکتیا پوهنتون د یو شمېر پوهنځیو استادانو د افغانستان د بانکي زېرمې په اړه د جوبايډن ناسمه پرېکړه وغندله او د کنګل شويو پيسو د خلاصولو غوښتنه يې وکړه.
. . .
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP