منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۴۲ غ.م
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: ښه
موضوع

افغان کډوالو

۱۵۰ راپورونه

راپورونه

غړي

د کډوالو وزارت: د هغو کډوالو وضعیت ته د رسېدنې لپاره چې له پاکستانه اېستل کېږي، مرستو ته اړتیا لرو

د کډوالو چارو وزارت یوه چارواکي، د پاکستان له خوا د افغان کډوالو په زور ایستل د نړۍوالو قوانینو خلاف بولي او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنرۍ غوښته کوي چې د بېرته راستنېدونکو وضعیت ته د رسېدنې په موخه له افغانستان سره مرسته وکړي.

غړي

مولوی محمد یعقوب: د افغان کډوالو په اړه د پاکستان وروستۍ پرېکړه د دواړو هېوادونو اړیکې ترینګلي کوي

د افغانستان ملي دفاع سرپرست وزیر د افغان کډوالو په اړه د پاکستان وروستۍ پرېکړه ظالمانه او ناعادلانه بللې او د پاکستان له خلکو يې غوښتي چې خپل حکومت له دې پرېکړې راوګرځوي.

غړي

ایران او پاکستان کې د لګښتونو ډېرېدل؛ اوچا: خپل هېواد ته د ستنېدونکو افغان کډوالو شمېر ډېر شوی

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، په ایران او پاکستان کې د ژوند لګښتونو ډېروالي او له لسیزو وروسته د ژوند بیاجوړولو ته لېوالتیا لامل شوي چې افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

غړي

سپینې ماڼۍ د هغو هڅو ملاتړ کړی چې په امریکا کې د افغان کډوالو مېشتېدنه له ناقانونه کېدو ساتي

د امریکا متحده ایالتونو د ملي امنیت شورا همغږی‌کوونکی وایي، د امریکا حکومت د هغې لایحې په اړه د هلو ځلو ملاتړ کوي چې دغه هېواد ته د راغلو افغان کډوالو مېشتېدنه له  ناقانونه کېدو ساتي.

غړي

د کډوالو نړۍواله ورځ؛ حقاني: نړۍوال دې له افغان کډوالو سره بشري مرستې سیاست پورې نه تړي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست وایي، په تېرو دوو کلونو کې څه باندې دوه میلیون افغانان د ګاونډیو هېوادونو په ګډون، له بېلابېلو هېوادونو څخه هېواد ته راستانه شوي دي. د کډوالو…

غړي

افغان سفارت: پاکستان په دغه هېواد کې د افغان کډوالو ستونزو د ژر حل ډاډ راکړی

په اسلام‌ا‌باد کې د افغانستان سفارت وایي، په درېېو میاشتو کې په پاکستان کې له ۲۰۰۰ افغان بندیانو ۵۰۰ یې خوشي شوي او پاکستاني چارواکو ډاډ ورکړی چې تر درېیو اونیو به د افغان کډوالو نیول کېدو برخه کې شته ستونزې هوارې کړي.

غړي

د بښنې نړۍوال سازمان پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې

د بښنې نړۍوال سازمان، په پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت اندېښمن کړی، له دغه هېواده غواړي چې افغان کډوالو ته د ویزې مقررات چمتو کړي تر څو زده‌کړو، کار او نورو اړینو خدماتو ته لاسرسی ولري.

غړي

ایران کې څلور اړخیزه ناسته؛ هېواد ته د افغان کډوالو داوطلبانه راستنېدو په اړه به هوکړه وشي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال وایي، په ایران کې څلوراړخیزه غونډه کې ګډون کوي او په دغه غونډه کې به په پاکستان او ایران کې د کډوالو ستونزو او په داوطلبانه ډول هېواد ته د هغوی د بېرته راستنېدو په اړه بحث او هوکړه وشي.

د ترکیې – یونان پوله کې له افغان کډوالو سره د لوڅولو تر بریده غیرانساني چلند شوی

ځینې سرچینې د یونان او ترکیې پر پوله د افغانانو په ګډون له لسګونو کډوالو سره د ناوړه چلند او «لوڅ لغړ» کولو خبر ورکوي او د افغانستان سرپرست حکومت وايي، نړۍوال بنسټونه دې دغه پېښه په جدي توګه وڅېړي.

غړي

کابل او انقره په ترکیه کې د مېشت افغان کډوالو په اړه پر یوه هوکړه‌لیک کار کوي

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پلاوي او د ترکیې د کډوالو ادارې، افغان کډوالو ته د ترکيې له خوا اسانتیاوو برابرولو، د کډوالۍ برخه کې د همکارۍ هوکړه‌لیک نهايي کولو او د دغه هوکړه‌لیک نهايي کولو لپاره تخنیکي ټیم ګومارلو پر چارو هوکړه کړې ده.

نور راپورونه