ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ترکیې – یونان پوله کې له افغان کډوالو سره د لوڅولو تر بریده غیرانساني چلند شوی

د ترکیې – یونان پوله کې له افغان کډوالو سره د لوڅولو تر بریده غیرانساني چلند شوی

author avatar
17 Oct 2022 - 15:52
د ترکیې – یونان پوله کې له افغان کډوالو سره د لوڅولو تر بریده غیرانساني چلند شوی
author avatar
17 Oct 2022 - 15:52

کابل (پژواک، ۲۵ تله ۱۴۰۱): ځینې سرچینې د یونان او ترکیې پر پوله د افغانانو په ګډون له لسګونو کډوالو سره د ناوړه چلند او «لوڅ لغړ» کولو خبر ورکوي او د افغانستان سرپرست حکومت وايي، نړۍوال بنسټونه دې دغه پېښه په جدي توګه وڅېړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو کمېشنري د ترکیې او یونان پر پوله په ټپي حالت کې د لوڅو لسګونو کډوالو پر موندلو ژوره اندېښنه ښودلې او په دې اړه یې د پلټنو غوښتنه کړې ده.

رویټرز خبري اژانس د یونان د پولیسو په حواله ویلي، دغه کډوال چې ټول نارینه او لوڅ وو او ځیني یې ټپیان هم وو، تېره جمعه د اوروس سیند ته څېرمه له ترکیې سره د یونان په شمالي پوله تر پېژندنې وروسته ژغورل شوي دي.

یوې ایراني رسنۍ «شفقنا» د یونان د کډوالو چارو وزارت وزیر نوتیس میتاراچی له قوله لیکلي چې ترکیې ځیني افغان کډوال «لوڅ لغړ» له خپلې پولې څخه پر اوښتو مجبور کړي دي.

سرچینې زیاته کړې، د یونان پولیسو د تېرې جمعې په ورځ ۹۲ کډوال – چې لباس یې نه درلود او ځیني په کې سخت ټپیان هم وو- پیدا کړي دي.

د سرچینې په وینا، په دغو کډوالو کې د افغانستان، سوریې او پاکستان وګړي شامل دي.

د یونان د کډوالو چارو وزیر پر خپل ټویټر د لوڅو کډوالو انځورونه خپاره کړي او له هغوی سره دغه چلند یې د «تمدن شرم» بللی او په دې اړه یې د پلټنو غوښتنه کړې ده.

خو د راپورونو له مخې، ترکیې بیا یونان پر دغې کړنې تورن کړی او دا کار یې وحشتناک بللی دی.

د «بیات نیوز» په نوم بلې رسنۍ لیکلي چې یوناني پولیسو یاد کډوال د دغه هېواد په شمال کې ژغورلي او ویلي یې دي: «تر اوسه معلومه نه ده چې دغو کډوالو ولې لباس نه درلود او د هغوی پر بدن ټپونه له ورایه ښکارېدل.»

دغې رسنۍ د جزییاتو له ورکولو پرته ویلي چې له دغو کډوالو ډېر یې افغانان دي.

په اروپا کې د کډوالو لپاره د «سیوا کنسلټي» په نوم د یوه مشورتي دفتر مشر احمد خلیل خلیلي پر خپلې فیسبوکپاڼې په یوې وېډيو کې د دغې مسئلې په غبرګون کې ویلي چې د اروپا د پولو د ساتنې ادارې (فرانټکس) امنیتي کسانو دغه بد چلند ډېر ناانساني عمل دی او د یادې ادارې مشر باید محکمې ته معرفي شي.

دی وايي، په تېرو څو میاشتو کې داسې مختلف راپورونه خپاره شول چې یونان څو ځله کډوال له خپل هېواده ترکیې ته ایستلي او په تېر کې دغه هېواد د کډوالو حقونو په تېري هم تورن دی او اوس دغه هېواد دا پړه پر ترکیې اچوي.

هغه زیاته کړې، یونان نه شي کولی چې په افغان کډوالو باندې پر خپل زور زیاتي پرده واچوي او په کار ده چې افغانان د یونان د دغو کړنو په اړه غږ پورته کړي.

خلیلي د کډوالو په برخه کې د ستونزو له امله اروپايي ټولنه هم د بشري حقونو نقض کوونکې بولي او زیاتوي چې دغه ټولنه د بشري حقونو اصولو ته ژمنه نه ده؛ ځکه په خبره یې هر کډوال چې اروپا ته ور واوړي، باید په درېیو ورځو کې د هغوی روغتیا او اوسېدو چارې بشپړې کړې، خو اوس دا کار نه کېږي او په میاشتو – میاشتو کډوال ځورول کېږي.

د چارو شنونکي محب‌الله شریفي پر خپلې ټوېټرپاڼې لیکلي: «د ترکیې او یونان په پوله د لوڅو لپړو افغانانو د بې عفتۍ او نا انسانی چلند اصلي پړه د چا په غاړه ده، دا اوس د یونان د بشري حقونو مراعات دی او که دا له افغانانو سره د ترکیې او اردوغان ګل اسلامي ورورولي ده؟ اخ تش لاسه دوښمن می ته یې!»

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه وزارت دا دردونکې او «وحشیانه» پېښه په کلکو ټکو غندي او د ملګرو ملتونو په ګډون پر ټولو نړۍوالو بنسټونو غږ کوي چې د یادې پېښې جدي څېړنه وکړي.

دی وايي:«افغانانو ته باید په کوربه هېوادونو کې هغه حقوق ورکړل شي کوم چې نړۍوالو قوانینو ورکړي او ټول باید دې ته ژمن هم پاتې شي.»

Views: 718

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.