درېيو ولايتونو کې اووه کسان اوبو کې د ډوبېدو له امله مړه شوي
په لغمان، باميان او جوزجان ولايتونو کې اووه کسان په اوبو کې د ډبېدو له امله مړه شوي دي.
په لغمان، باميان او جوزجان ولايتونو کې اووه کسان په اوبو کې د ډبېدو له امله مړه شوي دي.
په پکتیکا کې مسوولین وايي، د دغه ولایت په درېیو ولسوالیو کې د څه باندې ۱۳ میلیون افغانيو په ارزښت د څښاک اوبو پنځه شبکې جوړېږي چې نن د دغو پروژو چارې پیل شوې.
د پژواک له راپور وروسته د اروزګان مسوولینو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې له سینده د واټرپمپونو په وسیله د اوبو پر ایستلو بندیز لګولی دی.
ځایي چارواکي وایي، د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کې د اوبو رسونې یوې شبکې جوړولو چارې پيل او بلخوا بیا د بدخشان په شهربزرګ ولسوالۍ کې د کرنیزو اوبو لپاره شپږ ذخیرې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د غزني د جغتو ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي، د باغچري بند له اوبو ډک شوی او د دوی د کرنیزو ځمکو خړوبولو لپاره باید د دغه بند اوبه ور خوشې شي.
د تخار ځایي مسوولین وايي، د دغه ولایت په مرکز او رستاق ولسوالۍ کې د ۲۴ میلیون افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د پنځو پروژو چارې پيل شوې چې په بشپړېدو سره به یې ۱۵ زره کسان د څښاک له پاکو اوبو برخمن شي.
په بلخ کې د څه باندې شپږ ميليون افغانيو په لګښت د څښاک اوبو يوه شبکه جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه او په لوګر کې د څه باندې اووه ميليون افغانيو په لګښت د څښاک اوبو د يوې بلې شبکې جوړولو چارې پيل شوې.
یو شمېر خلک د هلمند په اوبو کې د ایران حقابې په اړه د اسلامي امارت له دریځه ننګه کوي، ځیني د اوبو په بدل کې له ایرانه تېل غواړي او ځیني بیا وایي چې اوبه یې د هېواد د دنګو غرونو اوښکې دي او باید لومړی خپلې ځمکې خړوبې کړي.
د غور ولایت مسوولین وايي، د دغه ولایت په مرکز فېروزکوه ښار کې پنځه زره کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړ. د «ادینه شرکت» مسوول حاجی اللهداد ادینه، نن (د غبرګولي ١٠مه)…
په سرپل کې ځيني مدني فعالان او کارپوهان د کروندو خړوبولو لپاره تر ځمکې لاندې اوبو څخه د بېدرېغه استفادې په اړه خبرداری ورکوي وایي، که حکومت په دې برخه کې یو اغېزناک پروګرام عملي نه کړي، راتلونکي نسلونه به په دغه ولایت کې د څښاک پاکو اوبو له نشتوالي سره مخ شي.
لوګر کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (UNICEF) له لوري د دغه ولایت په ازرې ولسوالۍ کې د څښاک پاکو اوبو شپږ شبکې بیارغول کېږي.
د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې د سیمې د خلکو په شخصي لګښت د ۱۸ میلیون افغانیو په ارزښت د اوبو د یوه بند جوړولو چارې پیل شوې.
د غزني ولایت په مالستان، آب بند او ګېرو ولسوالیو کې سلګونو کورنیو ته د څښاک پاکو اوبو رسولو درې شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د لوګر ولایت په خروار او څرخ ولسواليو کې د ١٦ ميليون افغانيو په لګښت د څښاک پاکو اوبو دوه شبکې جوړېږي. د لوګر ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مطبوعاتي مسوول صبغتالله…
په بادغیس ولایت کې د اوبو د وېش پر سر د دوو کروندګرو ترمنځ د شخړې په پایله کې یو یې وژل شوی دی.
تخار کې یو شمېر خلکو او د چاپېریال ساتنې برخې پوهانو تر ځمکې لاندې اوبو کچې ټيټېدو په اړه اندېښنه ښيي او وایي، سږ کال د ډېرې یخنۍ له امله په دغه ولایت کې د…
د زابل په مېزانې ولسوالۍ کې د څښاک اوبو یوه شبکه جوړه شوه او په مرکز کلات کې بیا د یوې بلې ورته شبکې جوړولو چارې پیل شوې.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست له خوا د دغه ولايت په سرهرود ولسوالۍ کې د ۲۰ میليون افغانيو په لګښت د اوبو رسولو دوه پروژې بشپړې شوې.
د اروزګان ولایت د خاص اروزګان ولسوالۍ ولسوال وايي، په دې ولسوالي کې د اوبو کمښت له امله اړ شوي چې د څښاک او اړتیا وړ نورې اوبه له سینده راوړي.
د کندوز د امام صاحب ولسوالۍ د شېرخان بندر ځيني اوسېدونکي وایي، په امو سیند کې په پرلهپسې ډول د اوبو کچې پورته کېدو له امله د دوی کرنیزې ځمکې او کورونه ویجاړ شوي دي.
هلمند کې مسوولین وايي، پرون د دغه ولایت د موسیکلا ولسوالۍ په لنډۍ ناوې سیمه کې د اوبو یوه بند جوړولو چارې پيل شوې.
د کندهار د ارغستان ولسوالۍ په منګچر سیمه کې د ډنمارک کډوالو شورا/ DRC له لوري د ۹۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د اوبو زېرمه کولو یو چیکډیم جوړ او پرانیستل شو.
د هریرود سیند فرعي حوزې مسوولین وایي، د سلما بند د اوبو کچې د تشخیص او همداراز د څارنې او ساتنې چارې د ۹،۲ میلیون افغانیو په ارزښت پیل شوې.
د ننګرهار د کرنې رياست وایي، د دغه ولايت په اچین او غني خېلو ولسواليو کې د ۱۰ ميليون او ۷۰۰ زره افغانيو په لګښت د اوبو رسولو درې پروژې بشپړې شوې دي.