Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د نیمروز مرکز زرنج ښار اوسېدونکي وايي، په دغه ولایت کې د هوا له سړېدو سره، په بازار کې اوبه او ګاز نه پیدا کېږي او که پیدا هم شي نو شرکتونه يې په درې برابره لوړه بیه پلوري.
د دایکنډي یو شمېر اوسېدونکي وايي، د ژمي په راتلو سره د واورو ورېدو له امله د دغه ولایت ډېری مواصلاتي لارې تړل کېږي چې خلکو ته د سختو ستونزو لامل ګرځي.
د فراه د ګلستان ولسوالۍ خلک وايي، له تېرو شلو کلونو راهیسې په دغه ولسوالۍ هیڅ مخابراتي شبکه فعالیت نه لري او دوی د اړیکو نیولو برخه کې له ستونزو سره مخ دي.
د هرات د پښتون زرغون ولسوالۍ سیمهییز مسوولین وایي، دغه ولسوالۍ له ۱۰۰ زرو ډېرو وګړو او ۲۴۰ کليو په درلودو سره بیا هم له ډېرو لږو روغتیايي امکاناتو څخه برخمنه ده.
د کابل د مکروریانو یو شمېر اوسېدونکي وایي، د پخوا په پرتله د مرکز ګرمیو لګښت دوه برابره لوړ شوی او دوى يې د ورکړې توان نه لري، نو ځکه تر اوسه فعالې شوې نه دي.
د خوست د صبريو یعقوبیو اوسېدونکي په دې ولسوالۍ کې شاوخوا پنځه کاله وړاندې د جوړ شوي ٣٠ بستريز روغتون فعالېدو غوښتنه کوي.
د فاریاب د کوهستان ولسوالۍ ځیني اوسېدونکي وايي، د نجونو په ځینو ښوونځیو کې د مسلکي ښوونکو نشتوالي له امله، له نهم ټولګي کښته نجونې تدریس کوي؛ د پوهنې مسوولین د دې ستونزې په تایید سره وايي، د حل لپاره یې هڅې روانې دي.
د غور ځیني اوسېدونکي د کابل- غور او غور – هرات مرکزي لویېلارې نه جوړولو له امله پر تېر حکومت نیوکه کوي او له سرپرست حکومته غواړي چې د دغې ستونزې هواري ته جدي پاملرنه وکړي.
د کندوز ولایت د شېرخان بندر سوداګریز ښارګوټي یو شمېر اوسېدونکي د مخابراتي شبکو له ټیټ کیفیته شکایت لري او وايي، په دغه ښارګوټي کې د مخابراتي شبکو خدمتونه کم دي.
د دایکنډي ولایت د ځینو ولسوالیو اوسېدونکي وايي، د تګ راتګ لپاره د منظم ترانسپورټ نشتوالي له امله له جدي ستونزو سره مخ دي.
د میدان وردګو د چک ولسوالۍ د ځېنو سیمو خلک ادعا کوي چې هلته د مخابراتي شبکو فعالیت ډېر کمزوری دی او ډېر وخت کار نه کوي.
د بامیان اوسېدونکي ادعا کوي چې دوی ته د خوړو نړۍوال پروکرام له خوا پرې بیکیفیته خوراکي توکي وېشل شوي چې د استفادې وړ نه دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP