بادغیس کې د دوو قومونو ترمنځ دښمني پای ته ورسېده
بادغیس کې سیمهییز مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د دوو قومونو ترمنځ د څو کلونو دښمني د قومي مشرانو او حکومت په منځګړيتوب پای ته ورسېده.
بادغیس کې سیمهییز مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د دوو قومونو ترمنځ د څو کلونو دښمني د قومي مشرانو او حکومت په منځګړيتوب پای ته ورسېده.
د عامې ورغتیا وزارت وایي، د بادغیس غورماچ ولسوالۍ کې د څه باندې ۵۰۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت یوه روغتیايي مرکز ته د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې.
د بادغیس د عامې روغتیا ریاست خبر ورکوي چې په دغه ولایت کې د ګوزڼ (پولیو) لومړۍ پېښه ثبت شوې ده.
د بادغیس ولایت امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د تندر پرېوتو له امله یو کس مړ شوی دی.
په بادغیس ولایت کې یو شمېر زدهکوونکي په ښوونځیو کې د څښاک پاکو اوبو له نشتوالي شکایت کوي، خو مسوولین وايي چې د دې ستونزې د حل په هڅه کې دي.
د بادغیس امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په درهبام ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یوه ښځه مړه او یوه بله ټپي شوې ده.
د بادغیس د لوړو زدهکړو له موسسې یو شمېر نوي فارغ محصلین وايي، تحصیل یافته قشر د یوه هېواد ستره سرمایه ده او حکومت باید ورته د کار زمینه برابرولو کې پاملرنه وکړي.
د بادغيس خټکيو ته د بازار موندنې په موخه د دغه ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د «خټکي ګل» په نوم ادبي غونډه جوړه شوه.
د بادغیس ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په قادس ولسوالۍ کې د ناپېژاندو وسلهوالو له خوا یو قومي مشر وژل شوی او په دې تړاو یو کس نیول شوی دی.
د بادغیس د کرنې رییس د پستې حاصلاتو له دوه برابره ډېرېدو خبر ورکوي او وايي، د دغه ولایت د پستې ځنګلونو ساتنې لپاره څلور سوه کسان ګومارل شوي دي.
د بادغیس امنیه قومانداني وايي چې امنیتي ځواکونو د دغه ولایت په مرکز قلعهنو ښار کې د قتل په تور یو کس نیولی دی.
د بادغیس ولایت یو شمېر اوسېدونکي ادعا کوي چې ځیني د ګذر وکیلان د پېژندپاڼې، بانکي حساب، نکاح خط او داسې نورو اسنادو د تاییدۍ په بدل کې له دوی په غیرقانوني ډول پیسې اخلي.
د بادغیس امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په مرکز او بالامرغاب ولسوالۍ کې دوه کسان د لامبو پر مهال اوبو کې دوبېدو له امله مړه شوي دي.
د بادغیس امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په غورماچ ولسوالۍ کې یې شپږ کسان د ځنګلونو وهلو په تور نیولي دي.
د بادغیس د سیمهییزو رسنیو ځینې ښځينه خبریالانې د ملاتړ غوښتنه کوي او وايي، اطلاعاتو ته باید پر وخت لاسرسی ولري، خو دغه ولایت کې مسوولینو وویل، اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې ستونزه نشته او له ښځینه خبریالاتو ملاتړ کوي.
په بادغیس کې ځایي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې دوه ماشومان په اوبه کې د ډوبېدو له امله مړه شوي دي.
د بادغیس امنیه قومانداني وايي، یوه ماشوم د دغه ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې اوبو کې ډوبېدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د بادغیس د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په دغه ولایت کې د لومړني موزیم له پرانیستلو خبر ورکوي او وايي، په دغه موزیم کې ۲۴۰ قلمه تاریخي او لرغوني اثار نندارې ته اېښودل شوي دي.
بادغیس کې ځایي مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د تېرې شپې سېلابونو له امله د یوې ښځې په ګډون دوه کسان مړه شوي دي.
د بادغیس امنیه قومانداني د دغه ولایت په جوند ولسوالۍ کې د یوه کس د وژلو په تور د پنځو کسانو له نیول کېدو خبر ورکوي.
بادغیس کې یو شمېر کارګر ماشومان وايي، اقتصادي ستونزو د درس پرېښودو او کار کولو ته اړ کړي او له سرپرست حکومته غواړي چې د زدهکړو زمینه ورته برابره کړي.
د بادغیس امنیه قومانداني وايي، په دغه ولایت کې دوه کسان د سېلابونو له امله مړه شوي او یو کس بیا د پاپېژانده وسلهوالو له خوا په ډزو وژل شوی دی.
سیمهییزې سرچینې وايي چې بادغیس کې ناپېژانده وسلهوالو یو کس وژلی، بلخوا په غور کې د غلا په تور پنځه کسان نیول شوي دي.
بادغیس ولایت کې ځایي سرچینې وايي چې دغه ولایت کې د ترافیکي پېښې له امله یو ماشوم مړ شوی او ۲۴ کسان ټپیان شوي دي.