Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بادغیس کې د دوو قومونو ترمنځ دښمني پای ته ورسېده

فېروزکوه (پژواک،‌ ۱۱ غویی ۱۴۰۴): بادغیس کې سیمه‌ییز مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د دوو قومونو ترمنځ د څو کلونو دښمني د قومي مشرانو او حکومت په منځګړيتوب پای ته ورسېده.

د بادغیس والي ویاند مولوي رحیم‌الدین رحیمي پژواک خبري اژانس ته وویل: «یاده مرګونې شخړه څو کاله مخکې په تګاب ولسوالۍ کې د یوه سړي او یوې نجلۍ د نامشروع اړیکې له امله شوې ده.»

نوموړي زیاته کړه چې په یاده قومي شخړه کې دوه نارینه او یوه ښځه وژل شوي دي.

هغه وویل: «د اقاجان او عبالنصیر ترمنځ شخړه رامنځته شوې وه چې له امله یې دوه نارینه او یوه مېرمن وژل شوي وو. یادې شخړې د دواړو قومونو ترمنځ ژور اختلافات رامنځته کړي وو او په پایله کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت او د اختلافاتو د حل شورا د هڅو او همغږي وروسته یاده شخړه نن له مالي خسارو له ورکړې وروسته حل‌وفصل شوه.»

د بادغیس والي ویاند دغه‌راز وویل، د هوکړې له مخې دواړو خواوو ومنله چې د هر وژل شوي کس په بدل کې له ۹ تر ۱۸ لک افغانۍ ورکړي.

هغه څرګنده کړه چې دواړو خواوو په بشپړ رضایت د سولې هوکړه‌لیک لاسلیک کړ او ژمنه یې وکړه چې په راتلونکي کې د ورورولۍ او ملګرتیا په فضا کې ژوند وکړي.

بلخوا، د بادغیس یو شمېر اوسېدونکي د دولت او قومي مشرانو د دغه اقدام هرکلی کوي او له ټولو قومونو غواړي چې خپل اختلافات له منځه یوسي او په سوله کې ژوند وکړي.

د بادغیس د مرکز، قلعه‌نو یو اوسېدونکی رحمت‌الله وايي: «له بده‌مرغه په تېرو څو کلونو کې د ډېرو قومونو ترمنځ اختلافات وو او دا چې اوس لږ لږ دا اختلافات د دولت په منځګړیتوب په سولې بدلېږي، ډېر خوښ یو او غواړو چې نور هېڅوک په زړه کې کینه ونه لري.»

د بادغیس ځايي مسوولینو ټینګار وکړ چې یاده روغه جوړه دغه ولایت کې د قومونو ترمنځ د سولې، یووالي او ثبات په موخه ترسره شوه.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.