Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د بامیان ورزشي مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د شلو لوبدلو ترمنځ د فوټسال پسرلني جام سیالۍ پیل شوې.
بامیان کې ځایي مسوولین وايي، ششپل کاروانسرای د دغه ولایت یوه لرغونې سیمه ده او د ۳،۵ میلیون ډالرو په لګښت بیارغول کېږي.
د بامیان امنیتي سرچینې وایي چې د دغه ولایت په شیبر ولسوالۍ کې د مرغانو د ښکار په تور پنځه کسان نیول شوي دي.
د بامیان ورزشي مسوولین وایي چې دغه ولایت کې د سیمهییزو او دودیزو لوبو ودې په موخه د ۱۲ ټیمونو ترمنځ د تیږې اچونې او رسۍکشولو سیالۍ ترسره شوې.
د بامیان سیمهییز مسوولین چې د دغه ولایت د مرکز مربوطاتو کې د یوه کور د خونې چت لوېدو پېښه کې درې کسان مړه شوي دي.
په بامیان کې یو شمېر ځوانان په ودونو کې د ناسمو دودونو او لوړو لګښتونو له امله شکایت لري او وايي چې اوس هم په دغه ولایت کې ناسم دودونه له منځه نه دي تللي او د ځوانانو پر وخت واده کولو پر وړاندې لوی خنډونه دي.
د بامیان د ورزش مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د لسګونو ورزشکارانو په ګډون د ووشو سیالۍ ترسره شوې.
بامیان کې د یوناما ساحوي دفتر مسوولین وایي چې اطلاعاتو ته لاسرسی یو له مهمو بشري حقونو دی چې د وخت په تېرېدو سره دغه ولایت کې د ښه کېدو په حال کې دی.
په افغانستان کې د یونسکو فرهنګي برخې مسوول د بامیان د اطلاعاتو او فرهنګ له رییس سره په لیدنه کې ویلي چې ډېر ژر به د دغه ولایت د لرغونو ساحو د مرمتکارۍ او رغونې چارې پیل کړي.
بامیان کې ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت په ۲۴ روغتیايي مرکزونو کې د څښاک پاکې اوبه او د مینځلو (واش) سیسټم نشته، په داسې حال کې ساري او موسمي ناروغۍ ورځ تر بلې مخ په ډېرېدو دي.
د بامیان ځايي مسوولین وايي چې د چاپېریال ساتنې برخه کې د خلکو همکارۍ په موخه یې د دغه ولایت زرګونه اوسېدونکو ته عامه پوهاوی ورکړی دی.
بامیان امنیتي سرچینې وایي چې د روان کال په ترڅ کې د جنایي جرمونو په تور ۳۸۶ کسان نیول شوي او د نشهیي توکو د تولید څو کارخونې له منځه وړل شوې دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن