د افغانستان او ترکمنستان چارواکو برېښنا برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا تینګار وکړ
د افغانستان او ترکمنستان چارواکو د برېښنا برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا د ټینګار ترڅنګ ویلي چې د راتلونکي ۲۰۲۴ کال لپاره د وارداتي برېښنا تړون غځوي.
د افغانستان او ترکمنستان چارواکو د برېښنا برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا د ټینګار ترڅنګ ویلي چې د راتلونکي ۲۰۲۴ کال لپاره د وارداتي برېښنا تړون غځوي.
د افغانستان برېښنا شرکت له لوري د کندهار میوند ولسوالۍ کې د ملالۍ میوندي له سبسټېشنه د برېښنا د وېش شبکه د ۲۵ میلیون افغانیو په لګښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
غزني کې سیمهییزمسوولین وایي چې د دغه ولایت حکم سنایي ښارګوټي کې د شپاړسنیم میلیونو افغانیو په لګښت دوه د برېښنا ټرانسفرمرونه ګټې اخیستنې ته وسپارل.
د افغانستان د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر له ایران څخه په ژمي کې د پرچاوۍ او برېښنا تعرفې کولو غوښتنه وکړه.
د بادغیس یو شمېر اوسېدونکي د دغه ولایت ولسوالیو ته د برېښنا غځولو په برخه کې د تېر حکومت پر بېغوري د نیوکې ترڅنګ، له اسلامي امارته غواړي څو د دې ستونزې حل ته پاملرنه وکړي.
د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست سمنګان ته په خپل سفر کې د دغه ولایت د زاړه ښار د یادګار بند بنسټ ډبره کېښوده او ټینګار یې وکړ چې د خرم و سارباغ ولسوالۍ د کیلی بند جوړولو چارې به هم ډېر ژر پیل شي.
د اوبو او برېښنا وزارت له یوه خصوصي شرکت سره د ۷۵ میلیون امریکایي ډالرو په لګښت، له بغلانه تر کابله د ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو د پاتې چارو د بشپړولو په ګډون، د…
د هرات په صنعتي ښارګوټي کې یو شمېر کارخونېلرونکي وايي چې د برېښنا کمښت او پرچاوۍ د تولیدي کارخونو فعالیتونه له ستونزو سره مخ کړي دي.
د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وایي، په دې وروستيو کې د برېښنا پرچاوي ډېره شوې او خلک يې له ستونزو سره مخ کړي خو برېښنا شرکت بيا وايي چې اوسمهال په کابل کې د برېښنا نورماله پرچاوي ده.
د بلخ په چمتال ولسوالۍ کې د نږدې يونيم ميليون ډالرو په لګښت یو سبسټېشن او د برېښنا رسولو یوه شبکه جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.
د کابل ښار ځيني اوسېدونکي په دې وروستیو کې د برېښنا پرچاوي له ډېرېدو شکایت لري او د دې ستونزې د اساسي حل غوښتنه کوي خو د برېښنا شرکت د یادې ستونزې په تایید وایي چې د اساسي حل لپاره یې هڅې روانې دي.
د بغلان ولایت برېښنا شرکت مسوولین وايي، د پلخمري دویم بند درېیم توربین هم فعال شو او ورسره به د برېښنا توليد کچه له پنځو اتو ميګاواټو ته لوړه شوه. د بغلان د برېښنا شرکت…
د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، يوه ترکي شرکت په افغانستان کې له بادي سرچینو څخه د ۲۰۰ مېګاواټه برېښنا تولید پروژې برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده. د اوبو او انرژۍ وزارت نن…
د میدانوردګو یو شمېر اوسېدونکي وايي، که څه هم د وارداتي برېښنا مزي د دوی پر کورونو او کرنیزو ځمکو تېر شوي خو بیا هم له برېښنا بې برخې دي.
د اوبو او انرژۍ وزارت له یوه خصوصي شرکت سره له ډبرو سکرو څخه د ۷۲ میګاواټه برېښنا تولید فابریکې جوړولو په برخه کې د پانګونې او همکارۍ هوکړه لاسلیک کړ. یاد وزارت تېره شپه…
د افغانستان برېښنا شرکت وایي، د روان لمریز کال په تېرو یوولسو میاشتو کې په کابل کې د برېښنا له درکه څه باندې ۱۱ میلیارد افغانۍ عواید راټول شوي چې د تېر کال په پرتله ۲۰ سلنه ډېروالی په کې راغلی دی.
نورستان کې د برېښنا مسوولین وايي چې د دغه ولایت برېښناکوټ ټوله ۷۵۰ کیلوواټ برېښنا تولیدوي خو د وېش لپاره یې د امکانات نه درلودو له امله اوس یوازې ۲۵۰ کیلوواټ برېښنا مصرفېږي او پاتې…
د افغانستان د صنعتکارانو ټولنه له تېرو ۲۰ ورځو راهیسې پر صنعتي پارکونو د برېښنا پرې کېدو خبر ورکوي خو د افغانستان برېښنا شرکت وايي، صنعتي پارکونه به ژر په دوو ګروپونو کې لس - لس ساعته برېښنا ورکړي.
د اوبو او برېښنا وزیر وایي، ازبکستان تېره ورځ د وارداتي برېښنا یوازې ۱۰۰ میګاواټه پرېیښې او تر راتلونکو درېیو ورځو به ۳۰۰ میګاواټ نوره هم راپرېږدي.
د کابل ښاریان او صنعتګر د برېښنا له دوامدارې پرچاوۍ شکایت کوي او وايي، دې ستونزې د ۹۰ سلنه فابریکو فعالیتونه درولي؛ خو برېښنا شرکت د هواري لپاره یې د هڅو پیلېدو خبر ورکوي.