خوست کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې
په خوست ولایت کې د ۲۳ ځایي لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې چې ۲۰ ورځې به دوام کوي.
په خوست ولایت کې د ۲۳ ځایي لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې چې ۲۰ ورځې به دوام کوي.
د چارو اداره وايي، د سرطاني ناروغیو درملنې روغتون لپاره چې خوست کې د ملي سوداګرو له خوا جوړېږي، سل جریبه امارتي ځمکه د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست ته سپارل شوې ده.
ولايتي چارواکي وايي، له تورخم، خرلاڅې او انګور اډې وروسته پاکستاني ملېشو د غلامخان لار هم د سوداګريزو مالونو او ناروغانو پر مخ تړلې ده.
د خوست امنیه قوماندانۍ وایي، د دغه ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې یو کس د خپلې خسرګنۍ پنځه غړي په ډزو وژلي او یاد کس هم د امنیتي کسانو له لورې نیول شوی دی.
د خوست يو شمېر فرهنګیان او اوسېدونکي له حکومته د دغه ولايت د موزيم لپاره د يوې ودانۍ جوړولو غوښتنه کوي.
خوست کې يوه ډله ځوانان د زدهکوونکو د کتابونو ستونزې هواري په موخه کور په کور ګرځي او له خلکو اضافي کتابونه راټولوي.
د خوست د تريزيو عليشېرو ولسوالۍ یوشمیر قومي مشرانو، سپينږيږو او ديني عالمانو د يوې پرېکړې له مخې د مهر حق ۲۵۰ زره افغانۍ وټاکه.
د خوست ولایت کې یو شمېر اوسېدونکي د پاسپورټ ورکولو پروسه کې له ځنډه شکایت کوي وايي چې د پاسپورت ترلاسه کولو لپاره په میاشتو- میاشتو انتظار باسي.
ځایي مسوولین وایي چې د خوست ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د دوو قومونو ترمنځ شخړه کې یو تن وژل شوی او ۲۰ نور ژوبل شوي دي.
خوست کې يو معيوب خټګر چې پنځو زامنو یې د ښوونځي په بېلابېلو ټولګيو کې لومړي مقامونه اخيستي، وايي چې پر ځان د بسياينې لپاره باید حکومت تعليمي سکټور ته پاملرنه ډېره کړي.
خوست کې د ځمکو د غصب مخنيوي کمېسيون وايي چې تېرو دوو کلونو کې يې ۵۰ زره جريب دولتي ځمکه له غصبه خلاصه کړې ده.
د خوست د ټولګټو رياست مسوولين وايي چې په دغه ولایت کې د ۳۴ ميليون افغانيو په لګښت د پنځو تخريب شوو پلونو د ترميم چارې پيل شوې دي.
ځایي مسوولین وایي چې د خوست ولايت د صنعتي پارک ځمکه له کلونو وروسته له غصب خلاصه او نن پکې د ۱۸ میلیونو افغانیو په لګښت د یو شمېر پروژو چارې پيل شوې.
خوست کې د کبانو فارملرونکي وايي، په دغه ولایت کې د مسلکي کسانو نه شتون او د حکومت نه پاملرنې له امله يې فارمونه له سقوط سره مخ دي.
د خوست په عليشېرو تريزيو ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ ۲۶ کلنه شخړه او دښمني په دوستۍ بدله شوه.
خوست کې د مسعينک زون په کچه له ۱۶ کلنو کمعمره لوبغاړو د کرکټ شل اووريزې سيالۍ پيل شوې.
خوست کې د ګنيو کروندګر وايي، د نورو کلونو په پرتله يې حاصلات ډېر شوي خو بيه يې له نيمايي هم ټیټه شوې ده.
سیمهییز مسوولین وایي، په خوست ولایت کې د «د ټولنې پر بنسټ د تغذیې پروګرام» ۶۵۴ کارکوونکو ته اړوند روغتیایي وسایل ورکړل شوي څو خلکو ته د خوارځواکۍ په اړه عامه پوهاوی ورکړي.
خوست ښار کې د نږدې ۲۰ ميليونو افغانیو په لګښت د يوه سړک د جوړېدو چارې پيل شوې.
خوست کې د دوو قومونو ترمنځ د غره او ځمکې د حدودو پر سر رامنځته شوې لانجه حل او فصل شوه.
خوست کې د دغه ولایت د مرکز او ولسوالیو د ۱۶ لوبډلو ترمنځ کرکټ سیالۍ پيل شوې.
خوست کې د یوه ګډ دولتي پلاوي له لوري د سوالګرو ټولولو کمپاین پيل شو.
د خوست په شيخ زايد پوهنتون کې د فلسطين په ملاتړ او د اسرایيلو پر ضد د نيزهوهنې لوبه ترسره شوه.
د خوست عامې روغتيا رياست مسوولين وايي چې دغه ولايت کې يې د بېکيفيته جعلي درملو جوړولو یوه غیرقانوني کارخونه کشف کړې او له منځه وړې ده.