خوست کې شپږ کسان د جوارو پر فصل د زهرجنې دوا پاشلو په تور نیول شوي
د خوست امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په اسماعیلخېلو مندوزیو ولسوالۍ کې شپږ کسان د جوارو پر شنه فصل د زهرجنې دوا پاشلو په تور نیول شوي دي. د خوست د امنیې قوماندانۍ…
د خوست امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په اسماعیلخېلو مندوزیو ولسوالۍ کې شپږ کسان د جوارو پر شنه فصل د زهرجنې دوا پاشلو په تور نیول شوي دي. د خوست د امنیې قوماندانۍ…
د خوست د امنيې قوماندانۍ مسوولين وايي چې د دغه ولایت د ښار په بېلابېلو لار او کوڅو کې د ۶۵ امنيتي کامرو په نصبولو سره د جنايي جرمونو کچه ټيټه شوې او دا مهال د ښار اتيا سلنه برخه د کامرو تر پوښښ لاندې ده.
د خوست امنیه قومانداني وایي، هغه تورن کس یې له کلاشینکوف او لاسي بم سره نیولی چې د خپلې مېرمنې او اولادونو د وژنې په موخه د خسر کور ته ورغلی و.
ځایي سرچینې وایي، تېره شپه د ننګرهار په شینوارو او د خوست په سپېره ولسوالیو کې ډرون بریدونه شوي چې له امله یې درېیو ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکړی او د ښځو او ماشومانو په ګډون اووه نور ټپیان شوي دي.
د خوست ولایت په مرکز کې د کوزې پښتونخوا د دوو لوبډلو په ګډون د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې. د واليبال دا لوبې د دغه ولايت په مرکز ازادي مېنې ښارګوټي…
خوست کې سیمهییز مسوولین وايي چې خوست ښار کې د ۲۷ ميليونه افغانيو په لګښت د يوې رغنيزې پروژې چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د خوست سیمهییز مسوولين وايي چې په دغه ولایت کې د تېرې ورځې سېلابونو له امله دوو کسانو ژوند لاسه ورکړی، لسګونه کورونه ویجاړ او زیانمن شوي او سېلابځپلې کورنۍ بیا د مرستو غوښتنه کوي.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د روانې اګسټ میاشتې په شلمه خوست ولایت کې د زونونو په کچه د پنځو لوبډلو په ګډون اتم پړاو د کرکټ لېسټ اې سیالۍ پیلېږي.
خوست کې د هغو ۷۰ ښوونځیو د ودانیو جوړېدو چارې چې د تېر حکومت پر مهال د ولسي تړون ملي پروګرام په چوکاټ کې پیل شوې وې، لا هم نیمګړې پاتې دي. ښوونکي او زدهکوونکي له حکومته غوښتنه کوي چې د دغو ودانیو چارې بشپړې کړي څو د زدهکړو برخه کې د دوی ستونزې هوارې شي.
سیمهییز مسوولین وایي، خوست ښار کې د نږدې ۲۷ ميليون افغانيو په لګښت د یوې رغنیزې پروژې چارې پيل شوې.
خوست کې سیمهییز مسوولین وایي چې خوست ښار کې د یوه پانګهوال له لوري د ۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه عصري سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې.
د خوست امنيتي مسوولین وايي چې د دغه ولايت په نادرشاهکوټ ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله يو کس مړ او پنځه نور ټپيان شوي دي.
خوست کې مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز خوست ښار کې د ۱۹،۵ میلیون افغانیو په لګښت د یوې رغنیزې پروژې چارې پیل شوې.
د افغانستان د شمالي ولایتونو یو شمېر ځوانانو د قومونو ترمنځ د ورورولۍ، یووالي او ملي تفاهم د هڅو په دوام، د هېواد سوېلختیځ ولایت خوست ته سفر کړی دی.
د خوست د عليشېرو ولسوالۍ د ببرک تاڼې کلي اوسېدونکي وايي، له کلونو راهیسې یې په سیمه کې د څښاک پاکې اوبه نشته، له همدې امله د خوړ له ولاړو ناپاکو اوبو استفاده کوي چې ګڼې روغتیايي ستونزې یې پیدا کړې دي.
خوست ښار کې د ۲۱ میلیون افغانیو په لګښت د نږدې یونیم کیلومتر سړک جوړولو چارې پیل شوې.
د خوست امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت په مرکز کې یو کس چې د یوې نجلۍ د په نوم کولو لپاره یې هوايي ډزې کړې وې، نیول شوی دی.
خوست کې د تازه مېوو او سبزیجاتو یو شمېر سوداګر او بزګران وایي چې د غلام خان لارې په هر ځل تړل کېدو سره میلیونونه افغانۍ زیان ویني.
د خوست سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په سپېرې ولسوالۍ کې یوه نجلۍ چې نږدې درې لسیزې مخکې د «بدل» په نکاح ژمنه شوې وه، د امر بالمعروف ریاست د منځګړیتوب له لارې له جبري قیده خلاصه شوه او د خپل ژوند د انتخاب حق یې بېرته ترلاسه کړ.
خوست کې یو شمېر کروندګر وایي، سږ کال یې د وچکالۍ له امله د هندواڼو په حاصلاتو کې د پام وړ کموالی راغلی او له حکومته غواړي چې د دوی کښتونو ته د اوبو برابرولو ترڅنګ د اصلاح شوو تخمونو، سرې او درملو برخه کې هم مرسته وکړي.
د خوست د رحمتولي مسرور کرکټ لوبغالي کې د نندارچیانو د ناستې ځای پراخولو پروژه د ۳۴ میلیون افغانیو په لګښت پیل شوه چې په بشپړېدو به یې دغه لوبغالی د ۱۵۰۰۰ نندارچیانو ځایولو وړتیا ولري.
د خوست په ګربزو ولسوالۍ کې له زدهکړو بېبرخې لسګونه کارګر ماشومان هره ورځ سهار له لمر ختو مخکې د خښتو بټیو کې کار ته د تلو په تکل سره راټولېږي؛ دا هغه ماشومان دي چې کوچني سپېره لاسونه، ستړې څېرې او په سترګو کې ناهیلي یې د بېوزلۍ او ستړي ژوند کیسې بیانوي.
د خوست د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رییس وايي چې له دوی سره د دغه ولایت په کچه ۹۵۰ شخصي دښمنۍ ثبت دي او هڅې روانې دي چې دغو ټولو دښمنیو ته د پای…
د خوست ولایت په صبريو یعقوبیو ولسوالۍ کې د «خلبيسات» په نوم د یوې لېسې زدهکوونکي چې د کتابونو بکسونه یې اوږو ته اچولي، سهار وختي د یوې هدیرې په لور روان دي؛ د دوی د درس ځای همدلته دی او له کومې سرپناه، مېز او چوکۍ پرته زدهکړې کوي.