Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
نیلي (پژواک، ۲۶ لېندۍ ۱۴۰۱): د دایکنډي امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولايت په مرکز نیلي او پاتو ولسوالۍ کې د دوو ترافیکي پېښو له
د دایکنډي عامې روغتیا ریاست د دغه ولایت په مرکز نیلي کې د فعالیت جواز نه لرلو له امله د ۱۶ خصوصي روغتیايي مرکزونو تړلو خبر ورکوي.
د دایکنډي ولایت د ځینو ولسوالیو اوسېدونکي وايي، د تګ راتګ لپاره د منظم ترانسپورټ نشتوالي له امله له جدي ستونزو سره مخ دي.
د دایکنډي ځیني اوسېدونکي د امنیت او سولې د شتون په اړه هیلهمندي څرګندوي او وايي، دوی د پخوانیو جګړو اصلي قربانیان دي چې اوس کولای شي د سولې تر سیوري لاندې خپل عادي ژوند ته دوام ورکړي.
په دايکنډي کې یوه مېرمن چې د دغه ولایت په مرکز کوچني ښار نیلي کې تر شنه اسمان لاندې ۱۸ کاله د نجونو زدهکړو برخه کې یې خدمت کړی وايي، يوازينۍ موخه يې ټولنې او په ځانګړې توګه نجونو ته کار کول دي.
په دایکنډي ولایت کې یو معلول چې د خپلې کورنۍ یوازینی نفقه برابروونکی دی، وايي چې معلولیت او بېوزلي یې سخت ځوروي.
د دایکنډي بزګر وایي، په وروستیو کلونو کې په دغه ولایت کې د هنګ طبي بوټي کرکېله دود شوې او دې چارې ته خوشبینه دي.
رازي ټولنیزه او پرمختیایي موسسه چې تازه یې په دایکنډي ولایت کې فعالیت پیل کړی، په خپله لومړۍ پروژه کې ۱۷۵ کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
په دایکنډي کې برک موسسې د «ابادۍ پروژې» په پیلېدو سره ۲۴۰ کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
نیلي (پژواک، ۱۱ تله ۱۴۰۱): د راه رهنورد ټولنیزې سوکالۍ مؤسسې (RSO) ولایتي مسوولینو د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (UNICEF)په مالي مرسته،
د دایکنډي ولایت د سنګتخت او بندر ولسوالۍ دوو ځوانانو، له ښاره کلي ته د کتاب لوستنې فرهنګ لېږد او د خلکو د پوهې کچې لوړولو په موخه، زرګونه ټوکه کتابونه راټول کړي او په دغې ولسوالۍ کې یې یو عامه کتابتون جوړ کړی دی.
د دایکنډي یو شمېر ځوانان د دغه ولایت له مسوولینو غواړي چې له پروژو د ساتنې، د نیمهکاره سړکونو بشپړولو، د کرونا درملنې د مرکزونو فعالولو او له بشري مرستو د جدي څارنې په برخو کې جدي پاملرنه وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP