ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دایکنډي خلک: اوس په سوله کې کولای شو خپل کاروبار ته وده ورکړو

د دایکنډي خلک: اوس په سوله کې کولای شو خپل کاروبار ته وده ورکړو

author avatar
8 Dec 2022 - 16:27
د دایکنډي خلک: اوس په سوله کې کولای شو خپل کاروبار ته وده ورکړو
author avatar
8 Dec 2022 - 16:27

نیلي (پژواک، ۱۷ لېندۍ ۱۴۰۱): د دایکنډي ځیني اوسېدونکي د امنیت او سولې د شتون په اړه هیله‌مندي څرګندوي او وايي، دوی د پخوانیو جګړو اصلي قربانیان دي چې اوس کولای شي د سولې تر سیوري لاندې خپل عادي ژوند ته دوام ورکړي.

هغوی وايي، جګړې دوی ته ډېر زیانونه اړولي وو او اوس کولای شي له سولې څخه د خپل ژوند پر مخ وړلو لپاره د یوه فرصت په توګه کار واخلي.

په دایکنډي کې یوه سوداګر امان پژواک ته وویل، پخوا خپل کاروبار ته د پانګونې او بازارموندنې په برخو کې له جدي ستونزې سره مخ و؛ ان د خپل ځان او کورنۍ لپاره یې په سم ډول پانګونه نه شوه کولای.

هغه زیاته کړه: «د اسلامي امارت له راتلو وروسته د امنیت په برخه کې ستر تحول رامنځته شوی؛ پخوا چې به مو توکي لېږدول، له ډېرې لويې ستونزې سره به مخ وو، په لار کې به جګړې کېدې، له ۷ تر ۸ ورځو به په لارو ایسار پاتې کېدو.»

نوموړي زیاته کړه، پخوا یې ډېر زیانمنونه لیدلي دي، د هغه په وینا، په ځینو سیمو کې به یې غلو مالونه غلا کول او ان د غلو له خوا وهل شوى هم دى.

نوموړی وویل، اوس دا ستونزه حل شوې او دوی کولای شي په ازادانه ډول تګ راتګ وکړي او د خپل کاروبار ودې لپاره کار وکړي.

د دایکنډي یو بل اوسېدونکی بهزاد پژواک ته وایي، پخوا د خلکو لویه اندېښنه ناامني وه او په هره برخه کې چې خلکو کار کاوه، له دې اړخه په وېره کې وو، اوس د خلکو دغه اندېښنه له منځه تللې ده.

هغه زیاتوي، جګړې خلکو ته بې شمېره زیاتونه اړولي او اوس د ټولو لپاره ښه زمینه برابره شوې چې ځان او خپلو خلکو ته کار وکړي.

نوموړي وویل: «زه د ناامنۍ له امله  کار یا درس لپاره چېرې نه شوای تلای، کورنۍ مې اجازه نه راکوله، چاودنه به کېده، غلو به لار نیوه، دا لامل شو چې زه بېسواد پاتې شم، سم کار او پلان هم ونه لرم.»

نوموړي ټينګار وکړ، د دایکنډي اوسېدونکي اوس د امنیت له امله  کولای شي شپه او ورځ ازادانه تګ راتګ وکړي او د سولې په فضا کې خپل کارونه او پلانونه تنظیم کړي.

دغه راز د دایکنډي امنیې قوماندانۍ ویاند غلام‌علي جاوېد پژواک ته وویل، په دغه ولایت کې امنیتي وضعیت ښه دی او هیڅ کوم ګواښ نشته.

هغه زیاته کړه، امنیتي ځواکونه د خلکو امنیت ټينګښت لپاره شپه او ورځ هڅه کوي.

Visits: 36

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.