Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د لغمان سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت د الینګار والسوالي د کلمان درې په کنډلام سیمه کې یې د دوو کورنیو ترمنځ لس کلنه دښمني په دوستۍ بدله کړې ده.
پنجشېر کې د شخړو حل کمېټه وايي چې د دوو کورنیو ترمنځ ۲۲ کلنه دښمني د ځايي مسوولینو، علماوو او قومي مشرانو په منځګړیتوب پای ته ورسېده.
د پروان ولایت په شینوارو ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ شپږ کلنه دښمني پای ته ورسېده او پرېکړه وشوه یو لوری به یو میلیون افغانۍ دیت او بل لوری به ۳۰۰ زره افغانۍ تاوان ورکوي.
د خوست په تڼيو ولسوالۍ کې د درېيو کورنيو ترمنځ ۵۰ کلنه دښمني پر دوستي بدله شوه.
د غزني ولایت د ناهور ولسوالۍ د کوچیانو او هزاره قومونو ترمنځ ۲۴ کلنه دښمني د سیمهییزو مسوولینو، دیني عالمانو او قومي مشرانو په منځګړیتوب حل شوه.
د لغمان سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په الینګار ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ نهه کلنه دښمني چې له دواړو خواوو پهکې ۱۴ کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه، پر دوستي بدله شوې ده.
سیمهییز مسوولین وايي، د پروان په بګرام ولسوالۍ کې کوچیانو او د پنجشېر د پریان ولسوالۍ د ځايي خلکو ترمنځ ۱۵ کلنه شخړه چې له دواړو لورو پهکې دوه کسان وژل شوي وو، د مسوولینو او قومي مشرانو په منځګړیتوب پای ته ورسېده.
سمنګان کې سیمهییز مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د دوو کورنیو ترمنځ ۱۲ کلنه دښمني د سیمهییزو مسوولینو او قومي مشرانو په هڅو پای ته ورسېده.
کندوز ولایت کې د دوو کورنیو ترمنځ څلور کلنه دښمني د ځايي مسوولینو او قومي مخور په منځګړیتوب پای ته ورسېده.
د اروزګان په چورې ولسوالۍ کې د ځايي مسوولینو او دیني عالمانو په منځګړیتوب د دوو کورنیو ترمنځ ۱۲ کلنه دښمني پای ته ورسېده.
د سرپل سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت په سیداباد ولسوالۍ د قومي مشرانو او ځايي مسوولینو په مڼځګړيتوب د درېیو کورنیو ترمنځ ۴۰ کلنې شخړې ته د پای ټکی کېښودل شو.
د پنجشېر ولایت د پریان ولسوالۍ په خاواک سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ لس کلنه دښمني په دوستي بدله شوه.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن