Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د کونړ ولایت چپې درې ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ ۴۰ کلنه دښمني چې څلورو کسانو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړی وو، د سیمهییزو مسوولینو په ګډون د یوې قومي جرګې له لارې په دوستي بدله شوه.
د کاپیسا ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت په الهسای ولسوالۍ د دوو کورنیو ترمنځ دښمني چې له ۱۳۹۲ لمریز کال راهیسې موجوده وه، نن د قومي مشرانو او حکومت په منځګړیتوب پای ته ورسېدوه.
اروزګان کې مسوولین وايي، د دغه ولایت په ګیزاب ولسوالۍ کې پرون د ديني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د دوو کورنیو ترمنځ ۱۰ کلنه دښمني پای ته ورسېده.
جوزجان کې د دوو کورنیو ترمنځ پنځه کلنه دښمني د قومي مشرانو او دیني علماوو په منځګړیتوب پای ته ورسېده.
د کندوز ځايي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د دوو قومو ترمنځ ۱۵ کلنه دښمني – چې د دواړو لورو څلور کسان پکې وژل شوي وو- د قومي مشرانو او دیني علماوو په منځګړیتوب ختمه شوه.
جوزجان ولایت کې د دوو کورنیو ترمنځ دېرش کلنه دښمني چې په ترڅ کې یې د دواړو لورو ۵۰ کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه، د قومي مشرانو په منځګړیتوب پای ته ورسېده.
د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې يو کس چې شخصي دښمني یې درلوده، وژل شوی دی.
د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ اوږده دښمني -چې د ماشومانو پر سر پیل شوې وه او د دواړو لورو درېیو کسانو ته په کې مرګژوبله اوښتې وه- د قومي مشرانو او دیني عالمانو په منځګړتوب پای ته ورسېده.
د هلمند مرکز لښکرګاه ښار کې د قومي جرګې په منځګړيتوب د دوو کورنیو ترمنځ یو کلنه دښمني پای ته ورسېده.
د کاپیسا د نجراب ولسوالۍ د ګیاوې سیمې دوو کورنیو (نواب خان او صدام) ترمنځ ۴۰ کلنه دښمني – چې شلو کسانو ته د مرګژوبلې اوښتو لامل شوې، پای ته ورسېده.
د نیمروز په مرکز زرنج ښار کې د (سلطانخېل او محبتخېل) قومونه له ۳۵ کلنې دښمنۍ او وینې تویونې وروسته د ځايي حکومت په منځګړیتوب له یو بل سره پخلا شول.
زرنج (پژواک، ۶ مرغومی ۱۴۰۱): د نيمروز ولايت په دلارام ولسوالۍ کې د دوو قومونو ۸ کلنه دښمنۍ د سيمهييزې ادارې، سپينږيرو او مخورو په
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن