منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶ · Kabul ۳:۳۷ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

دښمني

۹۵ راپورونه

راپورونه

کندهار کې د روغې جوړې هڅې؛ د دوو کورنیو ترمنځ دوولس کلنه دښمني پای ته ورسېده

د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ اوږده دښمني -چې د ماشومانو پر سر پیل شوې وه او د دواړو لورو درېیو کسانو ته په کې مرګ‌ژوبله اوښتې وه- د قومي مشرانو او دیني عالمانو په منځګړتوب پای ته ورسېده.

جوزجان کې د دوو کورنیو ترمنځ دښمني د قاتل په بښل کېدو سره پای ته ورسېده

د جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې یوه کس د خپل زوی قاتل ته - چې د محکمې له خوا د اعدام حکم پرې صادر شوی و- بښنه وکړه او ويې ویل: «د زوی له لاسه ورکولو درد ما تجربه کړې، ومې نه غوښتل چې دغه درد زموږ مقابله کورنۍ هم تجربه کړي.»

غور کې د سیاسي دلایلو له امله د دوو قومونو ترمنځ څو کلنه دښمني پر سوله او دوستي بدله شوه

په غور کې یو قومي مشر محمدعثمان ملکزاده وايي، په تېرو ۴۰ کلونو کې په دوو جهادي تنظیمونو کې د دوو قومونو غړیتوب د دوی ترمنځ د سختو اختلافاتو لامل شوی و چې له بدمرغۍ پرته یې بله پایله نه درلوده؛ اوس دوی ورته د پای ټکی اېښی او د سولې او ورورګلوۍ په فضا کې ژوند پیل کړ.

بدخشان کې د دوو کلیو ترمنځ دُښمني پر سولې او دوستۍ بدله شوه

د بدخشان اوسېدونکې ۶۰ کلنه کامله وایي، د جمعې لمانځه ادا کولو او زکات په راټولولو کې برتري غوښتنې له امله، د دغه ولایت د دوو کلیو ترمنځ شخړه رامنځته شوې وه، خو په دې وروستیو کې د سیمې قومي مشرانو د منځګړیتوب په پایله کې د دواړو کلیو اوسېدونکو ترمنځ روغه شوې او د دوستۍ په فضا کې ژوند کوي.